د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان زده کونکي وایي د امتحانونو په مهال د بجلۍ نشتوالي پرېشانه کړي دي


په شمالی وزیرستان کې هلکان او نجونه ښوونځي ته په لار دي ـ پخوانی انځور.
په شمالی وزیرستان کې هلکان او نجونه ښوونځي ته په لار دي ـ پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو کلني امتحانونه روان دي خو په وزیرستان کې زده کونکي وایي چې په سخته ګرمۍ کې د بجلۍ نشتوالي پرېشانه کړي دي.

د کالجونو زده کوونکي هلکان او نجونه وایي چې امتحان یې درې ساعته وي خو په دې دوران کې د لږ ساعت لپاره هم بجلي نه وي.

د میرامشاه کالج ۱۱م ټولګي زده کوونکی خالد رحمان مشال راډیو ته وویل چې د امتحان په مرکزکې زده کونکي ډېر وي چې ورسره ګرمي هم ډېره وي خو د یو منټ لپاره هم بجلي نه وي چې پکي پرې وچلېږي او په ښه ماحول کې امتحاني پرچه حل کړي.

هغه وویل چې کله په لیلیه (هاسټل) کې د امتحان لپاره تیاري کوي نو هلته هم په ۲۴ ساعتونو کې یوازې درې ساعته بجلي وي او نوره نه وي.

د شمالي وزیرستان خلکو د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد د مې پر ۱۳ مه احتجاج هم کړی وو. دوی ویل چې کمه بجلي ورکول کېږي چې دا یې اړتیا نه پوره کوي.

د میرامشاه کالج پروفیسور فراز وزیر مشال راډیو ته وویل چې د قام راتلونکي (زده کونکو) لپاره په دې سخته ګرمۍ کې دومره بجلي نشته چې امتحانونه په ارام او دمه ماحول کې ورکړي.

هغه وویل چې زده کوونکي په سخت حالت کې امتحانونه ورکوي او په هاسټلونو کې هم د شپې بد حال وي.

شمالي وزیرستان ته د بجلۍ رسد د ادارې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې د ادارې له لوړ پوړو چارواکو له لوري ورته په یو شواروز کې له درې ساعتونو د زیاتې بجلۍ ورکولو اجازه نشته.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور هم څو ځل اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې د خیبر پښتونخوا کې په ډېرو سیمو کې له ۲۰ ساعتونو زیات لوډشیډنګ کېږي، چې د منلو وړ نه دی.

نوموړي ګواښ کړی وو چې که د لوډشیډنګ دورانیه ختم نه شوه نو په پېښور کې به د واپډا لوی دفتر بند کړي. خو د وزیر اعلا غوښتنو او ګواښونو سربېره خلک د بجلي د نشتوالي او لوډشیډنګ څخه سر ټکوي.

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ کال کې په ایین کې د ترمیم له لارې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر هغې وروسته د قبایلي ضلعو د خلکو او د بجلۍ د رسد ادارې ترمینځ لانجې زیاتې شوي دي.

د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، حکومت ورته پخوا د یوه ټاکلي بېل یا پیسو په بدل کې په ۲۴ ساعتونو کې اته ګېنټې بجلي ورکوله. دوی د بجلۍ لوډ شیډنګ پر ضد وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

قبایلي ضلعو ته د بجلۍ د رسد ادارې چارواکي وایي، خلکو ته په ارزانه بیه د برېښنا ورکولو په سر ورته وفاقي حکومت پیسې ورکوي خو چې هغه ختمې شي نو دوی مجبور وي چې د برېښنا ورکړه کمه کړي.

XS
SM
MD
LG