د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صوابۍ اېکشن کمېټۍ د بجلۍ کمښت او بدامنۍ ضد لاریون اعلان کړی دی


په پاکستان تر ټولو زیاته بجلۍ د تربېلا ډیم له اوبو څخه پیدا کېږي - پخوانی انځور.
په پاکستان تر ټولو زیاته بجلۍ د تربېلا ډیم له اوبو څخه پیدا کېږي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د صوابۍ اېکشن کمېټۍ په نامه ولسي اتحاد د جون پر څلورمه د برېښنا يا بجلۍ لوډشیډینګ يا پرچاو، بدامنۍ، نشه يي توکو او د ګدون صنعتي زون د غیر فعاله کېدو پر ضد د ولسي غونډو او لاریونونو اعلان کړی دی.

د اتحادیې مشران وايي چې تربېلا ډیم او د غازي بروته پروژه د دوی پر ځمکه جوړه شوې ده، نو ځکه دې حکومت ورته ارزانه بجلي او د تمباکو په مالیو کې پوره برخه ورکړي.

د اتحادیې مشر سلیم خان ایډوکېټ وویل چې د جلسې او لاریون لپاره تیارۍ روانې دي او غواړي چې په سوله يیزه توګه د خپلې سیمې مسلې راپورته کړي.

هغه وویل "موږ ته خدای د اوبو بجلي راکړې ده، د هغې بیل به ورکوو. د دې نه علاوه، نه سیلز ټیکس منو، نه فیول چارج، نه انکم ټیکس. صرف د اوبو په نرخ به د بجلۍ بیل ورکوو، يعني درې روپۍ یونټ. څنګه چې کشمیر ته نرخ ورکړل شوی، د کور د استعمال لپاره بجلي په درې روپۍ او د کمرشل استعمال لپاره يې په ۱۲ روپۍ اخلو."

په پاکستان کې د بجلۍ تر ټولو لوی بند تربېلا دی. دا بند په صوابۍ کې پر اباسین رود جوړ شوی دی. د اوبو هغه بند د ۴,۸۸۸ مېګاواټه بجلي جوړولو توان لري.

سلیم خان وویل، د صوابۍ په ګدون په هغه سیمه کې ۴۴۵ کارخانې دي او ټولې تړلې پرتې دي. د نوموړي په خبره که هغوی ته ارزانه بجلي ورکړل شي نو په دې سره به ۴۰۰،۰۰۰ ځوانانو ته روزګار ترلاسه شي.

د اېکشن کمېټۍ مشران وايي چې د پاکستان ۶۰ فیصده تمباکو په صوابۍ کې کېږي او هر کال د اربونو روپۍ ټېکسونه ورباندې راټولېږي خو د هغوی په وينا بيا هم د سیمې پرمختګ ته پام نه کېږي. دوی زیاتوي چې د بجلۍ د نه شتوالي او اسانتیاوو د کمي له کبله د ګدون صنعتي زون په یو کنډر بدل شوی دی.

د صنعتونو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار عبدالکریم خان مشال راډیو ته وویل چې د ګدون صنعتي زون د بجلۍ د نه شتوالي له کبله ستونزې لري او هغه هڅه کوي چې دا ستونزې د پارلېمان له لارې هوارې کړي.

نوموړي زياته کړه چې د پاکستان مرکزي حکومت په پنجاب کې پر مالوچو او وریژو ټېکس نه لګوي خو د صوابۍ پر تمباکو په اربونو روپۍ ټېکس اخلي چې مناسب نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۰مه او ۱۱مه د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې د بجلۍ د ګرانو بیو او د اوړو د کمي خلاف ولسي پاڅون وشو چې وروسته مرکزي حکومت مجبوره شو چې د اوړو او بجلۍ نرخونه کم کړي.

د صوابۍ اېکشن کمېټۍ مشران وايي چې له ولسي غونډې او لاریون وروسته به د راتلونکي لپاره خپله کړنلاره اعلانوي او د ولسي بیدارۍ د کېمپين له لارې به د سیمې مخور او د حکومت پر چوکیو ناستو خلکو ته خپل غږ رسوي.

XS
SM
MD
LG