د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ولس د بدامنۍ خلاف احتجاجي لاريون کړی دی


د جون پر ۲۵مه لاريونوالو د احتجاج په توګه تورې پټۍ (رښکۍ) پر لاسونو تړلې وې او د امن لپاره یې شعارونه ورکول.
د جون پر ۲۵مه لاريونوالو د احتجاج په توګه تورې پټۍ (رښکۍ) پر لاسونو تړلې وې او د امن لپاره یې شعارونه ورکول.

د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې په لنډي کوتل (لواړګي) کې ځایي اوسېدونکو د امن لپاره احتجاجي لاريون کړی او له حکومت او امنيتي ادارو يې د بدامنۍ ختمولو غوښتنه کړې ده.

د جون پر ۲۵مه د خیبر قامي اتحاد لخوا په ترسره شوي احتجاجي لاريون کې د خیبر ضلعې د لنډی کوتل او نورو سیمو يوشمېر اوسېدونکي په سلطانخېلو کې راټول شوي ول او د بدامنۍ خلاف یې د احتجاج په توګه تورې پټۍ (رښکۍ) پر لاسونو تړلې وې او د امن لپاره یې شعارونه ورکول.

احتجاج کوونکو د سلطانخېلو له تکیه مرکز څخه تر لنډي کوتل بازاره لاريون لاریون وکړ چې د خیبر ضلعې د صوبایي اسمبلۍ منتخبو غړیو، سیاسي مشرانو، ځوانانو او ماشومانو ګډون پکې درلود. هغوی پر دې مهال له حکومته د سر او مال د خونديتوب غوښتنه کوله.

که څه هم حکومت او امنيتي ادارو د لاريونوالو غوښتنو ته سمدستي ځواب نه دی ويلي خو تر دې وړاندې يې ويلي چې د سيمې امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عمليات دوام لري.

د جون پر ۲۵مه په د خيبر په لنډي کوتل کې ځايي ولسونو د امن لپاره احتجاجي غونډه وکړه
د جون پر ۲۵مه په د خيبر په لنډي کوتل کې ځايي ولسونو د امن لپاره احتجاجي غونډه وکړه

لنډي کوتل ته په رسېدو قامي او سیاسي مشرانو په باچا خان څلور لاره کې احتجاجي غونډې ته ویناوې وکړې. د هغوی غوښتنه وه چې د خبریال خلیل جبران اپرېدي په وژنه کې ککړ کسان دې ونیول شي او په سیمه کې دې امن پر ځای کړل شي.

د خیبر پولیس وايي چې خلیل اپرېدی د جون پر ۱۸مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د لواړګي په سلطانخېلو مزرینه کې هغه وخت پټ مخو وسلوالو وواژه چې کله هغه خپل کور ته پر لاره وو.

د نوموړي د وژنې ذمه واري چا نه ده منلې خو د هغه کورنۍ او د لواړګي د خبریالانو مرکز چارواکي وايي چې وسلوالو ورته له اوږدې مودې راهیسې ګواښونه کول.

د هغه پېښې خلاف د خیبر پښتونخوا خبریالانو احتجاجي مظاهرې کړې وې. بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف د جون پر ۲۰مه ويلي ول چې د خیبر ضلعې د خبریال خلیل جبران اپرېدي په وژنه کې ککړ کسان به "ډېر ژر" ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

احتجاج کوونکو د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا د "عزم استحکام" په نامه د اعلان شويو پوځي عملیاتو مخالفت هم وکړ. د مظاهرچیانو وینا وه چې پخوانیو پوځي عملیاتو د خیبر اوسېدونکي له کړاوونو او بې کورۍ سره مخامخ کړي دي خو ناامني یې نه ده ختمه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې يوه ورځ مخکې، د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم شهبازشريف دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سیاسي ګوندونه دې د "عزم استحکام" عملياتو په اړه ځکه اندېښنه نه کوي چې دا د پخوانيوهغو په څير نه دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د عملياتو پر مهال به پر دومره لويه پيمانه جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره کړل شي.

XS
SM
MD
LG