د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايدهي فاونډيشن وايي په کراچۍ کې په څلورو ورځو کې ۴۲۷ مړي وروړل شوي


ایدهي فاونډيشن وايي په سردخانو کې نور د مړيو ساتلو ځای نلري
ایدهي فاونډيشن وايي په سردخانو کې نور د مړيو ساتلو ځای نلري

د پاکستان تر ټولو لوی ښار او د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې د سختې ګرمۍ له امله د مړینو او ناروغانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د خیریه ادارې ایدي فاونډیشن مشر فیصل ایدهي وایي چې په تېرو څلورو ورځو کې د ۴۲۷ کسانو مړي وروړل شوي دي او په مرده خانو کې د نورو مړو لپاره خالي ځای نشته. هغه د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې زیات مړي له هغو سیمو وروړل شوي چيرته چې لوډشیډنګ زیات وي.

فیصل ايدهي چې اداره یې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په زیاتره برخو کې ایمولانسونه او د مړو ساتلو لپاره سړې خونې لري، زیاته کړه چې د مرګونو د علت په اړه دی څه نه شي ویلی. خو انګریزۍ ډان ورځپاڼې په دې اړه ليکلي چې مړینې د ګرمۍ له وجې دي.

د سند حکومتي چارواکو په کراچۍ کې د مړینو شمېر نه دی تایید کړی خو د روغتونونو چارواکو ویلي چې د جون له ۲۱مې تر ۲۵مې پورې روغتونونو ته د ناروغانو ورتګ زیات شوی دی.

د سند صوبې د صحت محکمې ویاند علي نواز چنا ویلي، چې د ښار درېو غټو روغتونونو ته په پینځو ورځو کې ۱۷۱۸ ناروغان د ګرمۍ له امله ځانګړو وارډونو ته وروړل شوي دي. "په جناح، سیول، او عباسي روغتونونو کې د ګرمۍ له امله ناروغانو لپاره وارډونه ځانګړي شوي، ۲۴ ساعته عمله او ایمبولانسونه هم چمتو دي."

دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې د بجلۍ لوډشیډنګ (پارچاو) زیات شوی دی. د بجلې د محکمې (کی ـ الیکټرک) ویانده سحر افشا وایي چې د ګرمۍ زیاتېدو سره د بجلۍ طلب زیات شوی او نیم ښار ته پوره بجلي ورکوي خو د ښار په پاتې نیمه برخه کې یې د لوډشیډنګ وخت زیات کړی دی.

د موسمياتو محکمې چارواکو ویلي، په تېرو درېو ورځو کې په کراچۍ کې د ګرمۍ کچه ۴۰ درجې سېنټي ګرېډ ته لوړه شوې ده او د جون په پاتې ورځو کې به هم د ګرمۍ کچه لوړه وي. په کراچۍ کې په ۲۰۱۵ کال کې د ګرمۍ څپې سلګونه کسان وژلي ول. په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کې هم په هغه ښار کې تودو څپو ګڼ خلک اغېزمن کړي ول.

ډاکټران وايي په سخته ګرمۍ کې خلک باید له غيرضروري ګرځېدو څخه ډډه وکړي. د جناح روغتون ډاکټر عمر سلطان مشال راډیو ته ویلي، د ګرمۍ له زیاتېدو ماشومان او زاړه کسان ډېر متاثره کېدی شي.

هغه وویل: "خلک باید سهار د ۱۰ بجو څخه د مازیګر تر پینځو بجو پورې له غير ضروري ګرځېدو ډډه وکړي. د اوبو استعمال دې زیات کړي، پاکې اوبه دې وڅښي، بهر څخه اوبه او ګنده جوسونه دې نه څښي ځکه دوی د قی او نس ناستي ښکار کېدای شي. په یخو ځایونو کې دې واوسي او که بهر وځي خپل سر دې پټ وساتي."

XS
SM
MD
LG