د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پولیس وایي د خلیل اپریدی د وژنې پر تور له ۹ مشکوک کسانو پلټنې کوي


د خلیل اپریدي د وژنې ضد د احتجاج په مهال ځای خلک د هغه د وژنکو د نیولو غوښتنه کوي ـ د جون ۱۸مې انځور.
د خلیل اپریدي د وژنې ضد د احتجاج په مهال ځای خلک د هغه د وژنکو د نیولو غوښتنه کوي ـ د جون ۱۸مې انځور.

د خیبر پوليسو وایي، چې د خبريال خليل اپريدي د وژنې په تور يې نهه مشکوک کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړي دي.

پوليسو د جولای پر۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې په خيبر کې يې د اشتهاري مطلوبو ملزمانو د ګرفتارۍ لپاره عملیات تېز کړي دي.

خليل اپريدی، چې د سيمې پېژندلی خبريال او د خيبر د خبريالانو ټولنې مشر پاتې شوی وو، د جون پر ۱۸مه د لنډي کوتل په سلطانخېلو کې وسلوالو وواژه. له هغه پېښې سمدستي وروسته خيبر قومي اتحاد د اپريدي د قاتلينو د نيولو او د هغه ضلعې د امنيت د ټينګښت په هدف د لنډي کوتل په تکيا مرکز کې احتجاجي پرلت وواهه، چې لا هم روان دی.

د پرلت يو مخکښ غړي او تحصيل چيرمين شاه خالد شينواري د جولای پر ۱۳مه مشال راډيو ته وويل، د خيبر خلکو هوکړه کړې چې نور به د بدامنۍ په پېښو غلي نه پاتې کېږي.

هغه وویل "په کليو کې مو جرګې وکړې. د امن لپاره به موږ پر هر فورم غږ پورته کوو. سمه ده چې په ماضي کې به مو غلطۍ کړې وي، خاموشه به پاتې شوي يو، خو نور غلي نه پاتې کېږو، بلکې د امن لپاره به اواز اوچتوو."

د خيبر ترڅنګ د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو ضلعو کې هم په وروستيو کې خلکو د امن لپاره مظاهرې او جرګې وکړې. د پاکستان حکومت او هم پوځ په بيا بيا ويلي چې د سيمې امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عمليات جاري ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG