د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پر احتجاج کوونکو تر ډزو وروسته ځایي خلکو پرلت وهلی دی


د جولای پر ۲۰مه په بنو کې پرلتوال په خیمه کې ناست دي.
د جولای پر ۲۰مه په بنو کې پرلتوال په خیمه کې ناست دي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جولايي پر ۱۹مه پر احتجاج کوونکو د ډزو تر پېښې وروسته د سوداګرۍ خونو او د سوداګرانو ټولنې د پولیس لاینز مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

د سوداګرو اتحادیې مشر ناصر خان بنګښ د جولایي پر ۲۰مه، مشال راډیو ته وویل چې تر هغې پرلت ته دوام ورکوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوی.

هغه وویل یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت ده. بنګښ وویل، دوی د عزم استحکام عملیاتو مخالفت کوي او په سیمه کې د ناکرارۍ ختمولو غوښتنه کوي.

پرلت د پولیسو د مرکز مخې ته وهل شوی دی. دا ځای د بنو پوځي مرکز ته مخامخ د سړک بلې غاړې ته دی.

پرلت د بنو پولیس لاین مخې ته وهل شوی دی
پرلت د بنو پولیس لاین مخې ته وهل شوی دی

دا پرلت له هغه وروسته وهل شوی چې د جولای پر ۱۹مه، په بنو کې د امن لپاره تر څو ساعته لاریون وروسته پر احتجاجیانو ډزې وشوې، چې له امله یې یو کس ووژل شو او ۲۷ کسان ټپیان شول.

چارواکو لا په دې اړه رسمي بیان نه دی ورکړی، خو ځايي اوسېدونکو تور پورې کړی چې ډزې امنیتي سرتېرو کړې دي.

تر پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې ژوبل کسان روغتونونو ته وړل کېږي. تر دې پېښې وروسته په بنو کې موبایل نیټ ورک هم وتړل شو.

د بشري حقونو د ډلو غبرګونونه

د بشري حقونو نړیوالو او سیمه ییزو ډلو په بنو کې پر مظاهرینو ډزې او د انټرنیټ تړل د بشري حقونو سره په ټکر کې بللي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جولای پر ۱۹مه پر ټویټر ولیکل چې په پرامنه لاریون کې د وژونکي ځواک کارول غیرقانوني دي او د ملګرو ملتونو اصولو سره په ټکر کې دي.

په بیان کې راغلي دي چې په بنو کې د موبایل انټرنیټ بندول د خلکو د راټولېدو وړتیا کموي، غلط معلومات خپروي او ویره زیاتوي.

ادارې ویلي دي چې د پاکستان حکومت په پرامنه غونډو کې د اسانتیاوو برابرولو او د احتجاج کوونکو په خوندیتوب کې ناکام شوی دی.

سازمان له حکومته غوښتنه کړې ده چې په برید کې ککړ کسان ونیسي او دا راز د وسلو د کارولو په اړه سختې لارښوونې ورکړي. تر دې مخکې د پاکستان لپاره د بشري حقونو ادارې (اېچ ار سي پي) هم د بنو پر پېښه اندېښنه ښوولې وه او د دې د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.

د سیاسي ګوندونو غبرګونونه

عوامي نیشنل ګوند د بنو پېښه انسانیت سوزه بللې او د دې غندنه یې کړې ده. ګوند د جولای پر ۲۰مه پر اېکس لیکلي دي چې د ګوند صوبایي مشر میا افتخار حسین په مشرۍ کې پلاوی بنو ته استوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې په بنو کې پر مظاهرینو ډزو وښودله چې په پاکستان د امن غوښتل هم پر جرم بدل شوی دی او د امن په غوښتلو هم یو څوک وژل کېدلای شي.

جمعیت علمای اسلام (ف)، قومي وطن پارټۍ، ملي جمهوري غورځنګ او ځینو نورو ګوندونو د بنو پر احتجاج کونکو د ډزو پېښه غندلې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې د بنو پېښې ضد احتجاجونه کړي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فیسبوک په یو پوسټ کې ویلي دي چې دوی د بنو ولس ترڅنګ ولاړ دي.

نوموړي‌ زیاته کړې چې امن د دوی بنیادي‌ حق دی او د دې حق غوښتنه د ده په وینا هیڅ جرم نه دی. د ده په وینا، تل به د ظلم په وړانې د مظلم ملګرتیا کوي.

حکومتي دریځ

د خیبر پښتونخوا حکومت په بنو کې د لاریون پر ګډونوالو د ډزو په اړه د "رڼو" پلټنو لپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی دی.

د حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف د جولای پر۲۰مه، پراېکس کې په یو بیان کې ویلي چې وزیراعلا علي امین ګنډه پور په سپارښتنه هغه کمېشن د به د پېښې پلټنې وکړي.

بیرسټر سیف دا هم وویل چې د ډزو ذمه‌ وار به مالوم کړی شي او پر ضد به یې قانوني اقدام کېږي.

هغه وویل، چې په بنو کې حالات تر کنټرول لاندې دي او په "حساسه سیمو" کې امنیت په لوړه درجه کې دی. د حکومت ویاند ویلي چې سیمه کې حالات په قابو کې دي.

د پاکستان وفاقي حکومت او امنیتي ځواکونو لا د بشري حقونو د ډلو او سیاسي ګوندونو مشرانو د غبرګونونو او د بنو پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG