د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګنډه پور: ځینې وسلوال ځانونه سرکاري ادارو ته منسوبوي او مرکزونه یې جوړ کړي دي


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امين ګنډه پور ويلي دي چې په صوبه کې فعال ځيني وسلوال له سرکاري ادارو سره ځانونه تړلی ښووي او خپل مرکزونه یې جوړ کړي دي.

د جولای پر ۲۱مه تحریک انصاف ګوند د ګنډه پور يوه ویډیو پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خپره کړې ده چې پکې نوموړي وايي چې پولیس دې "د ټولو دغو وسلوالو او د هغو د پټنځایونو" پر ضد کاروايي وکړي.

ګنډه پور وويل چې په خیبر پښتونخوا کې د نا امنۍ يوه وجه د دغو وسلوالو ځایونه دي چې ځانونه "سرکاري اهلکار ښووي." البته هغه په دې اړه کوم ثبوت ور نکړ.

هغه زیاته کړه چې پر وفاقي حکومت يې واضحه کړې ده چې صوبايي حکومت او د خیبرپښتونخوا ولس د دې وسلوالو په اړه اندېښنې لري نو ځکه یې بايد فعاليتونه ختم شي.

ګنډه پور د دغو وسلوالو په اړه نور وضاحت ورنه کړ. خو تر دې مخکې په بېلابېلو پښتنو سیمو کې خلکو په مظاهرو کې پر امنيتي ځواکونو تور پورې کړی چې د ځينو وسلوالو پر ښکاره ګرځېدو یې سترګې پټې کړې دي.

په پاکستان کې ځايي خلک وسلوالو لپاره د ښو او بد طالبانو (ګوډ او بېډ) اصطلاح کاروي.

د "ښو طالبانو" اصطلاح د هغو وسلوالو لپاره کارول کېږي چې يا خو پوځ ته تسليم شوي وي يا د هغوی مخالف نه وي. دا راز بد طالبان د هغو وسلوالو لپاره استعمالېږي چې پر پوځ بریدونه کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ هم په دې وروستيوو کې په ځينو جلسو کې تور پورې کړی چې د پاکستان امنيتي ځواکونو وسلوال په ښو او بدو طالبانو ويشلي او د خپلو پالیسيو د عملي کولو لپاره یې کاروي.

خو د پاکستان پوځ همیشه دا دريځ لرلی چې د وسلوالو ترمینځ توپير نه کوي او د ټولو پر ضد یې يو شان کاروايي کړې ده.

ګنډه پور وویل چې د بنو خلکو د غږ اورېدو لپاره یې کمیټۍ جوړه کړې ده چې هغه به د پرلتوالو غوښتنې اوري او بیا به یې له هغه (ګنډه پور) سره شریکوي.

کراچۍ کې د بنو پر لاریونوالو د ډزو د پېښې ضد مظاهره شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې ځای خلکو د ناامنۍ ضد پرلت ته نن د جولای پر ۲۲مه هم دوام ورکړی دی. پرلت له هغې وروسته پیل شوی چې د جولای پر ۱۹مه په بنو کې د امن لپاره تر څو ساعته لاریون وروسته پر احتجاجیانو ډزې وشوې چې پکې یو کس ووژل شو او ۲۷ کسان ټپیان شول.

تر پېښې وروسته په سیمه کې انټرنېټ هم وتړل شو.

د بشري حقونو نړیوالو ادارو او پاکستان کې بېلا بېلو ګوندونو په بنو کې پر لاریونوالو ډزې او د انټرنیټ بندش غندلی او د دې د پلټنو امر یې کړی دی. د پېښې پر ضد د پاکستان په یو شمېر برخو کې احتجاجونه هم شوي دي.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومت پر لاریونوالو د ډزو په اړه د "رڼو" پلټنو لپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی وو.

د حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف د جولای پر۲۰مه وویل چې د ډزو ذمه‌ وار به مالوم کړي او پر ضد به یې قانوني اقدام کېږي.

XS
SM
MD
LG