د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان: وسله والو د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ عمر شېرانی وژلی دی


د ملي جمهوري‌ غورځنګ وژل شوی مخکښ عمر شېرانی. (انځور: ارشیف)
د ملي جمهوري‌ غورځنګ وژل شوی مخکښ عمر شېرانی. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو د ملي جمهوري غورځنګ يوځايي مخکښ او فعال عمر شيرانی په ډزو وژلی دی.

د ډېره اسماعیل خان پولیس وايي چې وسله والو عمر شېرانی د اګست پر ۲۶مه ماسپښین شاوخوا څلور نیمې بجې په په درابڼ سیمه کې وژلی دی.

د درازیندې د پولیسو مشر شریف الله مشال راډیو ته وویل چې یو کس ورغلی دی او پر عمر شېراني یې ډزې کړې دي او بیا پولیسو ورغلي او هغه یې روغتون ته وړی خو هغه سا ورکړې ده.

په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نذیر افغان مشال راډیو ته وویل، "عمر شېرانی په لالوکټ موړ کې ناست دی او یو سپین ږیری کس ورپسې راغلی، پر سینه او سر یې دوې مرمۍ یې ویشتلی دی او په نیم ساعت کې لا هم څه ریاستي ادارې هلته نه دي ورغلې."

نذیر افغان زیاته کړه چې تل د مظلومانو ملګرتیا کړې، د مظلومانو غږ یې پورته کړی او د حق خبره یې کړې ده نو ځکه یې وژلی دی.

د ملي‌جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې د خپل ګوند د وژل شوي مخکښ عمر شېراني پر وژنه خفګان ښودلی دی.

نوموړي لیکلي، "موږ په ډېره خواشینۍ اعلان کوو چې د خپل ګوند د مرکزي ارګنایزینګ کمېټۍ د غړي او خواږه ملګري عمر شېرانی د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې ظالمانه توګه شهید کړل شوی دی."

محسن داوړ زیاته کړې چې عمر شېرانی یو مخلص سیاسي فعال او د ملي جمهوري غورځنګ یو د قدر وړ شتمني وه.

د خیبر پښتونخوا د یو شمېر نورو سیمو په څېر په ډېره اسماخیل خان او په ځانګړې توګه درابڼ کې له تېر څه مودې راهیسې امنیتي حالات ډېر خراب شوي دي.

د عمر شېراني په ګډون به یو شمېر ځايي فعالانو په پرلپسې توګه د ناامنۍ پرضد احتجاجونه کول او تور به یې پورې کاوه چې په سیمه کې یې وسله وال په څرګنده ګرځي خو د دوی په وینا ریاستي ادارو ورباندې سترګې پټې کړې دي.

د پاکستان حکومت او امنیتي چارواکو د نورو سیمو په څېر په دې سیمه کې هم د وسله والو پر فعالیت د سترګو پټولو تورونه ردول او دریځ یې درلود چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG