د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې وسله والو يو پولیس وژلی او بل یې ژوبل کړی دی


 په سوات کې يو پولیس والا د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه
په سوات کې يو پولیس والا د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په سوات کې چارواکي وايي چې په لاسي بم بريد کې يو پولیس سرتېری وژل شوی او بل زخمي دی.

د سوات پوليسو مشر ډاکټر زاهدالله او ځايي اوسېدونکي وايي چې د اګست په ۲۸مه د شپې شاوخوا يوولس نيمې بجې د مېنګورې پر بڼ تاڼې ناڅرګنده وسلوالو د لاسي بم حمله وکړه چې پکې دوه پوليس سرتېري ژوبل شول. دوی زیاتوي چې ټپیان روغتون ته يووړل شول چې پکې یوه د سختو ټپونو له وجې ساه ورکړه. تر برید وروسته د پوليسو او وسلوالو ترمینځ تر شاوخوا نيمې ګینټې پورې جګړه شوې ده.

په سوات کې د بڼ محله او ورڅېرمه د پولیسو تاڼه له بیروبار او ګڼې ګوڼې شاهدانې وې. ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د لاسي بم له حملې او د ډزو له تبادلې وروسته په زیات شمېر کې پولیس سرتېري د پېښې ځای ته ورغلي ول خو دوی نه دي ویلي چې برید چا کړی دی او هدف یې څه دی؟ تر دې مهاله کومې ډلې د برید زمه واري نه ده قبوله کړې.

د سوات مدني ټولنې غړو د اګست په ۲۹مه په بڼ یا نوي کلي څلورلارې کې د پولیسو سره د یووالي ښودلو او د وسله والو خلاف د احتجاج په توګه د غونډېدو اعلان هم کړی دی. تر دې وړاندې د اګست پر ۱۴مه هم وسلوالو د سوات په مټه سيمه کې يو پولیس سرتېری وژلی وو.

د پاکستان حکومت چې په کومو سیمو کې د عزم استحکام په نوم د هدفي عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی په هغو کې سوات هم شامل دی. حکومت دريځ لري چې په دغه سیلانۍ سیمه کې هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کېږي نو د نویو عملیاتو لړۍ به تر دغه ځایه هم وغځول شي.

خو د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په شان د سوات خلکو هم د عزم استحکام عملیاتو مخالفت کړی دی. اولسي پاڅون، سوات قامي جرګې او مدني ټولنې ویلي دي چې نه به وسله والو ته د سوات د امنیت د خرابولو اجازه ورکړي او نه هم پوځ ته د عملیاتو د پیلولو. دوی وايي، د حکومت مسولیت دی چې په سیمه کې د پولیسو په واسطه امنیت ټینګ کړي. دوی وايي، د عملیاتو په نوم د سوات د خلکو د بې کوره کولو اجازه به چاله ور نه کړي.

په سيمه کې زیاتېدونکې ناامنۍ ته په پام د سوات قامي جرګې د سېپټېمبر پر اتمه نېټه يوه لویه جرګه بللې ده. د سیمې مشران به په دې جرګه کې د سوات د امنیت اړوند مهمې پرېکړې اعلانوي. جرګې د اګست پر ۲۰مه د خپل مرکزي شورا په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د سیمې د قامي او سياسي مشرانو ترڅنګ د ټولنې د بېلابېلو برخو مخور غونډې ته ورغواړي چې د ناامنۍ پېښو د مخنيوي په هدف يوه تګلاره غوره کړي.

د جرګې يو مخکښ او پښتون ملتپاله سياستوال مختار یوسفزي د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سوات خلک غواړي چې پوليس يې مجهز شي او دوی يې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې تر شا ودرېږي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې هغه عملیات د ناامنۍ ختمولو لپاره اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پرضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG