د لاسرسي ځای

تازه خبر

میا افتخار حسېن: له فيض حميد سره دې د پښتني سيمو ناامنه کولو حساب وشي


د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر ميا افتخار حسين. (انځور: ارشیف)
د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا مشر ميا افتخار حسين. (انځور: ارشیف)

عوامي نېشنل ګوند ويلي، د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) له نيول شوي پخواني مشر، جنرال فيض حميد سره دې د پښتني سيمو د ناامنه کولو حساب کتاب وشي.

دا خبره د دې ګوند د خيبر پښتونخوا مشر ميا افتخار حسين د اګست پر ۱۹مه د پېښور په باچا خان مرکز کې د بابړې پېښې په ياد کې يوې غونډې ته په وينا کې وکړه.

نوموړي تور پورې کړ چې جنرال فېض حميد د تحريک انصاف له بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان سره په ګډه نه يوازې د ملک امن خراب کړی بلکې اقتصاد يې برباد کړی او سياستوال يې بدنامه کړي دي.

میا افتخار حېسن ورته څرګندونې د اګست پر ۱۶مه هم د سوات په مېنګوره کې د خپل ګوند له خوا د بابړې د غمیزې په اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې وې.

نوموړي هلته تور پورې کړی وو چې پخواني پوځي جرنېل فېض حميد د خپلو اختياراتو د ناسم استعمال په کولو سره له وسله والو سره لوظنمامې کړې وې. میا افتخار حسېن وویل، "فېض حميد چې کله د استخباراتي ادارې مشر وو نو د خپلو اختياراتو ناسم استعمال يې کړی وو."

د پاکستان پوځ د اګست پر ۱۲مه په يوه لنډ بيان کې د ای اېس ای د پخواني مشر جنرال فيض حميد د ګرفتارۍ خبر ورکړی وو. پوځ ويلي ول چې جنرال حميد يې د سپريم کورټ د يوې پرېکړې په رڼا کې د درغليو په تور نيولی او ورباندې يې تر پوځي قانون لاندې مقدمه جوړه کړې ده.

بلخوا د پاکستاني جيو نيوز ټېلېويژن د يو رپورټ ترمخه، پخواني وزيراعظم عمران خان د اګست پر ۱۹مه د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې خبريالانو ته وويل چې پوځي اېستېبلېشمېنټ هڅه کوي جنرال حميد د ده پرضد وعده معاف ګواه جوړ کړي او په نتيجه کې يې د ده (عمران خان) مقدمې هم پوځي عدالت ته ولاړې شي. خو نوموړي هوډ وښود چې داسې به و نه شي.

د یادونې وړ ده چې د پخواني جنرال فېض حمید له خوا تر اوسه نه د پوځ له خوا پر هغه د لګېدلو تورونو او نه هم د عمران خان د څرګندونو په اړه دریځ مخې ته راغلی دی.

له ۲۰۱۳م کاله په خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان له تېر څه د پاسه يوه کال راهيسې په بېلا بېلو مقدمو کې په اډياله زندان کې بندي دی.

عوامي نېشنل ګوند دريځ لري چې عمران خان په خپلې حکومتي دوره کې د جنرال فېض حميد په مرسته د تحريک طالبان پاکستان ګڼ وسلوال له افغانستانه خيبر پښتونخوا ته انتقال کړل، چې وروسته هغوی يو وارې بيا په هغه صوبه کې ترهګر فعاليتونه پيل کړل.

که څه هم تحریک د خپل وفاقي حکومت پر مهال د افغان طالبانو په منځګړتوب له ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو هڅه کړې وه خود یاد ګوند مخکښان دا نه مني چې ګواکې له افغانستانه د وسله والو په انتقالولو کې د دوی لاس دی. دوی وايي، د تېر حکومت پرمهال یې د خیبر پښتونخوا امنيتي وضع ښه وه.

XS
SM
MD
LG