د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی، ۲ ژوبل دي


د باجوړ نقشه.
د باجوړ نقشه.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع باجوړ کې په بمې چاودنه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دی.

پولیس وایي پېښه د سېپتېمبر پر لومړۍ هغه مهال وشوه چې د سالارزۍ تحصیل په دره بازار کې د سړک په غاړه اېښودل شوی بم وچاودید. د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي او ژوبل کسان د عنایت کلي بایی چینې استوګن دي او هغوی سالارزو سیمې ته د خپل شخصي کار لپاره تللي ول. نوموړي وویل چې ژوبل کسان د خار روغتون ته وړل شوی چې پکې د یو تن روغتیایي حالت د اندیښنی وړ دی.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

په باجوړ کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ په پېښو کې سياسي او قبايلي مشران، پوليس او امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د اګست پر ۲۳مه د ماموند تحصیل میاګانو په کلي کې وسلوالو یو تن وژلی او دوه نور یې ژوبل کړي ول. تر دې ۱۰ ورځې مخکې په ترغاو سیمه کې دوه ځای مشران په بمي برید کې وژل شوي ول.

په باجوړ کې خلکو د ناامنۍ پرضد وخت په وخت پراخې مظاهرې، لاریونونه او جرګې کړې دي، خو حکومتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پر وړاندې یې هدفي کاروایانو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG