د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر راجګل پرلتوالو د تورخم تجارتي لارې تړلو او له پوليو کيمپېنه څخه د بايکاټ دړکه ورکړې


د تيرا راجګال کډوالو له تېرو ۲۰ ورځو راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی دی. پخوانی انځور
د تيرا راجګال کډوالو له تېرو ۲۰ ورځو راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی دی. پخوانی انځور

د خيبر په جمرود کې مېشت د تیرا د راجګل کډوالو کمېټه وايي، له افغانستان سره د تجارتي لارو تړلو ترڅنګ د پوليو له واکسيني کيمپېنه هم بايکاټ کوي.

د کمېټې مشر ملک نصير کوکي خېل د سېپټېمبر پراتمه پرلتوالو ته په وينا کې وويل چې خپلمنځي مشوره يې پيل کړې چې د خيبر درې د لويې لارې په ګډون د ضلعې وړې هغه هم د ګاډو پرمخ وتړي او ترڅنګ يې د پوليو له واکسينې کيمپېنه هم بايکاټ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مرکزي حکومت له اعلان سره سم، سر له ننه (سېپټمېبر نهمه) د هېواد په بېلا بېلو برخو کې چې خيبر ضلع هم پکې ده، ماشومانو ته د پوليو واکسينو ورکولو پينځه ورځنی کيمپېن پيل شوی دی.

په پاکستان کې سږ کال تر اوسه د پوليو پېښو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی چې پکې په بلوچستان کې د پوليو ۱۲، په سيند کې درې او په پنجاب کې يوه پېښه ثبت شوې وه.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

خو د خيبر د صحت محکمې مشر ډاکټر ظفر خان د سېپټېمبر پر اتمه مشال راډيو ته وويل چې د کيمپېن لپاره يې تيارۍ بشپړې کړي دي او د کوکي خېلو له مشرانو سره يې خبرې هم روانې دي چې د خپلو ماشومانو د روغتيا په خاطر د پوليو له کيمپېن څخه پرېکون و نه کړي.

"زموږ کاري ډلې او ورسره پوليس والا به په فيلډ کې وي. هغو خلکو ته به ځان رسوو چې غواړي خپل ماشومان واکسين کړي. د کوکي خېل قوم له مشرانو سره مو هم خبرې روانې دي. دوی بايد د خپلو ماشومانو صحت او د هغوی راتلونکی له خپل احتجاج سره و نه تړي."

د تيرا راجګل کډوالو له تېرو ۲۰ ورځو راهيسې د جمرود په بېګياړۍ سيمه کې احتجاجي پرلت وهلی دی چې له امله يې له افغانستان سره يې د تورخم پر لاره په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې دي.

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

په عین حال کې د خیبر یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د کډوالو کمیټۍ مشرانو او امنیتي چارواکو تر مینځ د خبرو فضا برابروي او هڅه کوي چې ستونزه هواره شي او د کډوالو ستنېدنه پيل شي.

د خیبر درې لارې تړل کېدو له وجې هلته لسګونه لارۍ بندې پاتې دي. یوشمېر ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې له پاکستانیو چارواکو غوښتي دي چې له پرلتوالو سره دې خبرې وکړي او ستونزه دې هواره کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اګست پر ۲۸مه په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته د تورخم د لارې خلاصېدو په برخه کې د جدي پام غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG