د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې پولیسو او خلکو د نیول شوي سرتېري د خوشې کولو لپاره پرلت وهلی دی


په بنو کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۲مه هم پرلت وهلی وو.
په بنو کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۲مه هم پرلت وهلی وو.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ځينو پولیسو، ځايي سوداګرو او خلکو د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ډېوېژن پولیسو مرکزي دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

دوی د جمشېد خان په نوم له دندې ګوښه شوي سرتېري د خوشې کولو غوښتنه کوي چې کېنټ تاڼې د عامه نظم د خرابولو په تور نیولی دی. خو په پرلت کې شامل ځايي مشر حلیم زاده د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي چې جمشېد خان د پولیسو په چارو کې د پوځ د مداخلې او د امنیت په اړه غږېده نو ځکه نیول شوی دی.

د بنو ډېوېژن پولیسو مشر عمران شاهد له پرلتوالو سره مذاکرات کړي او رسنیو ته په لېږدولي یو بیان کې یې هیله ښودلې چې دا احتجاج به ختم شي.

د بنو پولیسو او ځايي خلکو د سېپټمبر پر ۱۲مه هم پرلت وهلی وو. دوی غوښتنه کوله چې د پوځ هغه افسران دې له سیمې وځي چې د پولیسو په کار کې لاسوهنه کوي او امنیت ته یې خطر جوړ کړی دی. دا پرلت د انتظامي چارواکو لخوا د غوښتنو د منل کېدو تر ډاډ وروسته ختم شوی وو.

XS
SM
MD
LG