د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې په چاودنه کې ۳ پولیس سرتېري ژوبل شوي دي


ژوبل سرتېري د باجوړ خار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.
ژوبل سرتېري د باجوړ خار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پولیسو پر ګاډي په چاودنه کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې چاودنه د سېپټېمبر پر ۲۸ د عنایت کلي سره نېږدې په بای چینه سیمه کې هغه مهال وشوه چې د پولیسو ګاډی له هغه ځایه تېرېده. په پېښه کې یو سب انسپکټر دلاور خان او دوه سپایان ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي، ژوبل کسان یې د خار روغتون ته درملنې لپاره وړي دي.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د سېپټېمبر پر ۲۷ هم د لوی سم په ډیلي کلي کې کې د وسلوالو په ډزو یو پولیس سرتېرې وژل شوی او دوه ملکیان ژوبل شوي ول.

په باجوړ کې تر دې مخکې هم پر پولیسو او ځایي مشرانو بریدونه شوي دي. د سېپټېمبر پر ۱۱مه په ملا سیدګي سیمه کې یو بل پولیس سرتېری وژل شوی وو چې د هغې وروسته د سیمې پولیسو احتجاجي ناسته پیل کړې وه او د هغه په وژنه کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله.

له یوې مودې راهیسې په باجوړ او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې پر پولیسو بریدونه زیات شوي چې پکې یوشمېر سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. پولیسو پر سرتېرو د بریدونو ضد په بنو او لکي مروتو کې لاریونونه او احتجاج ناستې کړې وې.

XS
SM
MD
LG