د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيو چارواکو ماهرنګ بلوڅه د کراچۍ له هوایی ډګره ستنه کړې ده


د بلوڅ یکجهتي کمېټې مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې پخوانی انځور.
د بلوڅ یکجهتي کمېټې مشرې ډاکترې ماهرنګ بلوڅې پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشره، ډاکتره ماه رنګ بلوڅه د کراچۍ پر هوايي ډګر ايساره کړې او بهر هېواد ته يې د تلو اجازه نه ده ورکړې.

بلوڅې د اکتوبر پر اوومه ناوخته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د امريکا نیویارک ښار ته یې سفر کاوه چې د ټایم مجلې لخوا په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي، خو چارواکو څلور ساعته په هوايي ډګر کې ودروله او د سفر اجازه یې ور نه کړه.

نوموړې وایي " دوی زما څخه پاسپورټ واخیست، زما نوم په اي سي ايل (د سفري بنديز نوملړ) کې نه شته. زه فکر کوم چې دوی د بلوڅانو غږ غلی کول غواړي."

د کراچۍ په هوايي ډګر کې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې د بلوڅې او د بلوچ یکجهتي کمېټۍ د ځینو نورو غړو نومونه د مرکزي حکومت د کورنیو چارو وزارت پر سپارښتنه په اي سي ايل کې اچول شوي دي، ځکه ورته له هېواده بهر د تلو اجازه نه شته.

ډاکتر ماه رنګ بلوڅه وایي، کله چې له هوايي ډګره کور ته ستنېدله نو په لاره کې پولیسو او نامعلومو کسانو ودروله، تشدد یې پرې وکړ او پاسپورټ او موبایل یې ترې په زور واخیستل.

بلوڅې د سيند له صوبايي حکومته غوښتنه کړې ده چې د هغو پولیسو پر ضد اقدامات وکړي. تر اوسه پورې د سيند حکومت او پولیسو د نوموړې د بيان په اړه څه نه دي ویلي.

مشال راډیو د سيند حکومت او پولیسو له ویاند سره د تماس بیا بیا هڅه وکړه خو هغوی ټېلېفون ته ځواب و نه وايه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مرستیال مشر خضر حیات او د بشري حقونو نورو فعالانو هم د ډاکتر ماهرنګ بلوڅې نوم په "اي سي ايل" کې د اچولو او د هغې له هوايي ډګر څخه بېرته د ستنولو غندنه کړې او دا یې د بشري حقونو سرغړونه بللې ده.


په پاکستان کې ای سي اېل هغه نوملړ ته ویل کېږي چې حکومت یې جوړوي ترڅو هغو کسانو ته د بهرني سفر اجازه ورنه کړي چې په جرمونو او فساد کې ککړ وي یا ملي امنیت ته خطر پېښوي.

دا نوملړ د کورنیو چارو وزارت لخوا ساتل کېږي او پکې شامل کسان له هېواده بهر نشي تللی.

ډاکټر ماه رنګ بلوڅه په بلوچستان کې د جبري بې درکيو پر ضد د غږ پورته کولو يو سمبول ګرځېدلې ده. هغه د بلوچ یکجهتي کمېټۍ (د بلوڅانو د پيوستون يا يووالي کمېټۍ) مشره ده، چې د بلوڅانو د حقونو لپاره د یوه مهم غورځنګ په توګه پېژندل کېږي.

ماهرنګ بلوڅه، په وروستیو کې د امریکا ټایمز مجلې د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو په نوملړ کې شامله کړې ده.

په دې نوملړ کې عموماً هغه کسان شاملېږي چې په خپلو اړوندو برخو کې يې د پام وړ بدلون راوړی وي او ډاکتر ماهرنګ په دې لېسټ کې د بلوڅانو د حقونو د سوله ییزې مبارزې له امله شامله شوې ده.

ماهرنګ بلوڅې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې په اسلام اباد کې د هغې لاریون مشري کړې وه، چې پکې سلګونو ښځو د خپلو بې درکه شويو خپلوانو د حقونو لپاره تر څو ورځو احتجاجي ناسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG