د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي په خیبر کې یې د پولیسو او اېف سي ځواک په ډزو کې ۳ غړي وژل شوي دي


یو امبولانس د اکتوبر پر نهمه په ډزو کې ژوبل شوی فعال له جمروده د حیات اباد کمپلېکس روغتون ته لېږدوي.
یو امبولانس د اکتوبر پر نهمه په ډزو کې ژوبل شوی فعال له جمروده د حیات اباد کمپلېکس روغتون ته لېږدوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) تور پورې کړی دی چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د "پولیسو په مستقیمو ډزو کې" یې درې غړي وژل شوي دي.

غورځنګ د اکتوبر پر نهمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې په ډزو کې د مرګژوبلې د زیاتېدو وېره ښوولې ده.

غورځنګ تر دې لږ ساعت وړاندې پر اېکس په دوو نورو بیانونو کې وویل چې د "پولیسو په ډزو کې" یې "ډېری غړي" ژوبل شوي دي چې د پېښور روغتون ته انتقال شول.

د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلېکس د طبي چارو رییس ډاکتر شهزاد اکبر مشال راډیو ته وویل چې روغتون ته ټول ۱۵ کسان لېږدول شوي چې ورڅخه یې درې مړه شول او ۱۲ ژوبل دي.

دی وايي چې د درو کسانو مړي یې ملګرو ته سپارلي او د ژوبلو درملنه روانه ده.

اکبر وویل چې ځینې ژوبل کسان د بیړنیو طبي خدماتو په څانګه او نور په وارډونو کې بستر دي.

په روغتون کې د پي ټي اېم یوشمېر پلویان موجود ول. هغوی مشال راډیو ته وویل چې پولیسو ورباندې "مستقیمې ډزې" وکړې او پرضد یې اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

د غورځنګ یو فعال طیب الله مشال راډیو ته وویل چې د کوکيخېلو قومي مشر ملک نصیر احمد کوکیخېل له پولیسو سره مذاکرات کول چې یو افسر یې "ډېره بې احترامي وکړه". د دوی په خبره، فعالانو د دې په غبرګون کې نعرې ووهلې چې هلته د غورځنګ مخکښو مشرانو کښېنول خو "پولیسو ډایرېکټ (مستقیم) فایرېنګ (ډزې) وکړې."

دی وايي، پولیسو ورته "په لاره ډېر رکاوټونه (خنډونه) جوړ کړي ول" او په لاره کې یې "کندې" کیندلې وې چې له وجې یې ژوبل کسان په اوږدو لارو روغتون ته ولېږدول او همدا لامل دی چې درې تنه ووژل شول.

طیب الله زیاته کړه چې په وژل شویو فعالانو کې یې یو د کوټې، بل د وزیرستان او درېیم د باجوړ اوسېدونکی وو.

د پي ټي اېم فعالان پولیس پر "سوله ییزو" خلکو په ډزو کولو تورنوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

تر دې مخکې یو عیني شاهد، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم له ښوولو ډډه وکړه، هم مشال راډیو ته وویل چې هغو فعالانو د اکتوبر پر نهمه د جرګې د کیمپ پر لوري د تګ هڅه کوله چې "پولیسو ورباندې ډزې" وکړې.

د خیبر انتظامیې او پولیسو لا د پي ټي اېم، د فعالانو او عیني شاهدانو د دعوو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

تر پېښې لږ ساعت وروسته د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ژوبل کسان یې د جمرود په روغتون کې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته د نورې درملنې لپاره د پېښور حیات اباد کمپلېکس روغتون ته انتقال کړل.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي دي چې پوليسو یې يو ځل بيا د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه وهلې او د جرګې ميدان يې نیولی دی.

د غورځنګ مشر منظور پشتين د اکتوبر پر نهمه سهار پر خپله رسمي رسمي اېکس پاڼه ليکلي چې "زورواکي د غټې مشينرۍ په وسيله د جرګې په ميدان کې خندقونه کيندي."

پشتین زیاته کړې ده چې ریاست ته "سپینه خبره" کوي چې "جرګه به حتماً" کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران او یوشمېر عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې د جرګې پر کیمپ چاپه ووهله.

هغوی وویل چې د جرګې په میدان کې د پولیسو مرمۍ ضد ګاډي ولاړ دي او له ځینو ځایونو یې اغزن تار تاو کړی دی.

تر دې وروسته د کوکيخېلو قومي مشر ملک نصیر احمد کوکیخېل له لسګونو پلویانو سره د جمرود رېګي للمې ته ورغی او هلته د جرګې له کیمپه لږ لیرې کښېناستل. عیني شاهدان وايي چې ځینو کسانو په لاسونو کې کوتکونه نیولي ول او لیندې هم ورسره وې.

په همدې حال کې په خیبر او د پېښور په یوشمېر سیمو کې د موبایل ټېلېفون شبکې او انټرنېټ خدمات ځنډول شوي دي.

پولیسو لا د پي ټي اېم د جرګې پر انتظامي کیمپ د تازه چاپې په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثناالله خان د اکتوبر له نهمې څخه د نومبر تر اوومې پورې په هغه ضلع کې پر هر ډول ولسي غونډو بندیز لګولی دی.

نوموړي د اکتوبر پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې بېلابېلو سرچینو ورته ویلي دي چې "په راتلونکو ورځو" کې د خیبر ولس ته "د مالي او ځاني زیان جدي ګواښ" نو ځکه هلته د پاکستان د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کوي چې له مخې یې د پينځو یا تر پينځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز دی.

ایا په روانو حالاتو سربېره به پي ټي اېم جرګه وکړای شي او که نه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:59 0:00

انتظامي مشر دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه د خيبر په جمرود کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ جرګه وربللې ده چې د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا، لسګونه زره کسان به ګډون پکې کوي.

پشتين ويلي چې په هغه جرګه کې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) پر پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان حکومت پر بندیز او د ترهګرۍ ضد قانون پر استعمال سخته نیوکه کړې ده.

سازمان د اکتوبر پر اتمه په بیان کې له اسلام اباده غوښتي دي چې "سمدستي دې هغه بندیز لیرې" کړي او د پي ټي اېم "د فعالانو او احتجاجیانو د ځورونو" مخه دې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه، د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه. په فرمان کې دعوه شوې وه چې "پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."

د غورځنګ مشر منظور پشتين پر هم هغه ورځ په لنډ بیان کې حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله.

نوموړي د اکتوبر پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت پرېکړه د پښتنو د حقونو لپاره د ځوانانو د سوله ییزو هڅو مخنیوي هڅه ده چې نه شي بریالۍ کېدای.

د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزير عطاالله تارړ د اکتوبر پر اتمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت د "شواهدو او ثبوتونو" تر ترلاسه کېدو وروسته پر یو سازمان بندیز لګوي.

نوموړي البته بې له ثبوت وړاندې کولو تور پورې کړ چې پي ټي اېم له "ترهګرو ډلو" سره رابطې لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ لا د تارړ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې يې په خپلو غونډو او بيانیو کې د هرډول ترهګرۍ او جنګ خلاف غږ پورته کړی او ويلي يې دي چې د پاکستان د ايين او قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره "سوله ييزه مبارزه" کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په ګډون د بشري حقونو ادارو، فعالانو او سیاستوالانو پر پي ټي اېم حکومتي بندیز غندلی او پر دې اقدام یې خواشیني ښوولې ده.

په همدې حال کې پي ټي اېم ویلي دي چې پولیسو یې د جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او د غورځنګ له ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG