د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په هغه هیواد کې څلور نور ماشومان د پولیو په رنځ اخته شوي دي.
د پوليو د مخنیوي پروګرام په یو بیان کې چې د اکتوبر ۱۸مه خپور شوی ویل شوي دي چې دا نوي کیسونه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلې دي او له دغو نویو کیسونو سره په ۲۰۲۴م کال کې په پاکستان کې پر پولیو د اخته ماشومانو شمېر ۳۷ ته پورته شوی دی.
د پولیو نوې پیښې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او د بلوچستان په نوشکي، پشین او چمن کې ثبت شوې دي.
د پولیو د مخنیوي پروګرام چارواکي وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۲۰ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د دوی په خبره د پولیو وایرس په سیند صوبه کې ۱۰، په خیبر پښتونخوا کې ۵ او په پنجاب او اسلام اباد کې دوه ماشومان ځپلي دي.
په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.
په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.
په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.
دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.
له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.
چارواکي وايي چې داراز پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم پاکستان او افغانستان تر اوسه د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.