د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تيرا د بې کوره شویو کورنیو خپلو کورونو ته د ستنولو بهیر پیل شوی


څه باندې یوه لسیزه مخکې د خیبر له تیرا په سلګونو کورنۍ بې کوره شوې وې - پخوانی انځور.
څه باندې یوه لسیزه مخکې د خیبر له تیرا په سلګونو کورنۍ بې کوره شوې وې - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا حکومت د اکتوبر له ۲۹مې د خيبر د تيرا راجګل د بې کوره شویو کورنیو خپلو کورونو ته د ستنولو بهیر پیل کړ.

د راجګل د مشرانو کمېټۍ يو غړي برکت جان اپرېدي مشال راډیو ته وويل چې په لومړۍ مرحله کې نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) د شاوخوا ۵۰ کورنیو يوه قافله له جمرود څخه د تيرا تور څپر (تور چپر هم بلل کېږي) سيمې ته روانه شوه.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو کډوالو لپاره د ښایست خولې په سيمه کې حکومتي کېمپ جوړ شوی او هغوی ته به هلته د مرستې اړين توکي ورکول کېږي او بیا به دوی پر مخ تور څپر ته روانېږي.

د هغه په خبره، ټاکل شوې وه چې نن به څه د پاسه ۲،۰۰۰ کسان تور څپر ته ستنول کېدل خو د انتظامي مشکلاتو له امله يوازې ۵۰ کورنۍ روانې شوې.

دا تر هغې وروسته ده چې د راجګل کډوالو تر شاوخوا ۷۵ ورځې په خیبر کې احتجاجي پرلت وهلی وو چې د اکتوبر پر ۱۵مه یې له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړ.

هغه مهال چارواکو ویلي ول چې د راجګل د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ د اکتوبر له ۱۷مې پیلیږي او په دې اړه به مهالویش هم اعلان شي، خو دا کار وځنډېد.

چارواکي وايي چې د کډوالو ستنېدو دویم پړاو به د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال په مې میاشت کې پیل شي.

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي. په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

پرلتوالو ويلي چې له بې کورۍ ستړي شوي دی او حکومت دې اجازه ورکړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو په خیبر کې د مېشتو امنیتي ځواکونو چارواکو په یوشمېر جرګو کې ځایي مشرانو ته ویلي چې تر هغه وخته چې ټولې سیمې له وسلوالو څخه پاکې نه شي، کډوالو ته د ستنېدو اجازه نه شي ورکولی.

په تورخم کې ګمرکي چارو یو کارکوونکي (کسټمز کلېیرنګ اېجنټ) او سوداګر مجیب شینواري مشال راډيو ته ويلي چې د راجګل د بې کوره شویو د احتجاج له امله اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان واوښت.

XS
SM
MD
LG