د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي له تحریک طالبان پاکستان سره په مذاکراتو کې "هېڅ دلچسپي" نه لري


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوڅه ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويانده ممتاز زهرا بلوڅه ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام اباد له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په "مذاکراتو کې هېڅ دلچسپي نه لري".

د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د اکتوبر پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې دا د طالبانو د حکومت "مسوولیت دی چې په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول، د ټي ټي پي پرضد اقدام وکړي".

نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې غونډې ته په وینا کې وړاندیز وکړ چې پاکستان دې له ټي ټي پي سره خبرې وکړي.

خبریالانو چې له بلوڅې وپوښتل چې د شکېب د وړاندیز په اړه څه نظر لري، نو نوموړې وویل چې اسلام اباد له هغو "ترهګرو ډلو سره" خبري نه کوي چې "د پاکستانیو ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو د وژنې ذمه وار" دي.

هغې وویل چې دا "اړینه ده" چې د طالبانو حکومتي چارواکي د "ترهګرو ډلو پرضد اقدام" وکړي او زیاته یې کړه چې پاکستان له "ټي ټي پي سره د خبرو" سپارښتنې "ردوي".

طالبانو لا د بلوڅې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په اسلام اباد کې یې سفیر سردار احمد شکېب د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په غونډه کې د خپل حکومت دا دریځ تکرار کړ چې د ټي ټي پي مسله نوې نه ده او زیاته یې کړه چې د هېڅ وسلوالې ډلې ملاتړ نه کوي.

په پاکستان کې د ناامنيو د پېښو تر زياتېدو وروسته پاکستان په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف کارېدو ته نه پرېږدي او د ټي ټي پي خلاف دې اقدامات وکړي. د پاکستان پوځ هم څو ځلې ويلي چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې دي او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانيو چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ټينګار يې کړی ده چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي. د طالبانو حکومت زياته کړې ده چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

د طالبانو حکومت البته وايي چې د داعش په ليکو کې ورغلي پاکستاني وسلوال په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري. هغوی دا هم ویلي چې ګڼ پاکستاني وسلوال یې نيولي او يوشمېر یې وژلي دي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان هم په خپلو بيانونو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د حملو ادعاوې رد کړې دي. هغې ډلې زياته کړې ده چې په افغانستان کې پټنځايونو ته اړتيا نه لري بلکې وسله وال یې په پاکستان کې دننه مېشت دي او هم هلته پر پوځ او امنیتي ځواکونو بريدونه کوي.

XS
SM
MD
LG