د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په کورمه کې ۶ امنیتي سرتېري وژلي او ۷ ژوبل دي


د امنیتي سرتېرو ګاډي په کورمه کې له یو سړکه تېرېږي - پخوانی انځور.
د امنیتي سرتېرو ګاډي په کورمه کې له یو سړکه تېرېږي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې وسلوالو پر امنيتي پوسته بريد کړی چې په کې د پوليسو په وينا د ايف سي شپږ سرتېري وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي دي.

په کوزه کورمه کې د پوليسو يو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې په خپيانګه سیمه کې په خرسین پوسته د ډېسېمبر شپږمې او اوومې په منځنۍ شپه وسلوالو برید وکړ چې تر سهاره روان وو. په نښته کې د ۱۵۶ وينګ ټل سکاوټ هغو سرتېرو ته مرګژوبله واوښته.

چارواکی زياتوي چې د غره په سر جوړه شوې هغه پوسته د شمالي وزيرستان پولې ته نږدې ده او ورباندې له يادې سيمې ورغليو وسلوالو بريد کړی.

چارواکي دا هم ويلي چې په بريد کې ژوبل شوي سرتېري د ټل پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغه په خبره، په ټل قلا کې د سرتېرو تر جنازې وروسته خپلو علاقو ته لېږدول شوې.

د برید ذمه واري چا نه ده منلی.

په کورمه کې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو حملې او د وسلوالو او امنیتي سرتېرو ترمینځ نښتې کېږي چې پکې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوړي.

د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې له دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې خلک یې زښت اندېښمن کړي دي.

د سیمې اوسېدونکو د مظاهرو، لاریونونو او پرلتونو له لارې له حکومته د امنیت د ټینګښت او د باج اخیستنې او هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کړېده.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG