د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروتو کې د اټومک انرژۍ کمېشن کارخونې تښتول شوو کارکوونکو د ازادولو لپاره احتجاج شوی


په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو ضد خلکو په وار وار احتجاجونه کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو ضد خلکو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

د خيبر پښتونخوا په بنو او لکي مروتو کې د مظاهرو له لارې پر حکومت غږ شوی چې د پاکستان د اټومک انرژۍ کمېشن د کارخونې تښتول شوي کارکوونکي دي له وسلوالو څخه ازاد کړل شي.

په لکي مروتو کې د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه د امن پاڅون ګډونوالو په لاسونو کې لوحې اخيستې وې او د امنیت پر ځای کولو شعارونه يې ورکول.

يو لاریوانول وقار خان د جنورۍ پر ۲۷مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت دي د اټومک انرژۍ کمېشن د کارخونې تښتول شوي کارکوونکي په درې ورځو کې ازاد کړي که نه دوی به سخت اقدام وکړي.

"زموږ د اټومک انرژۍ کمېشن کارخونې چې کوم کسان تښتول شوي دي چې پکې یو د پوځ په بمبارۍ کې وژل شوی هم دی، په لکي مروتو کې د دې پرضد سوداګرو او وکیلانو احتجاج کړی او پکې یې په قران پاک سوګند کړی که تښتول شوي کسان په درو ورځو کې (وسلوالو) طالبانو خوشي نه کړل نو موږ به ورباندې لښکر کشي کوو."

د اټومک انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۸ کارکوونکي د جنورۍ پر نهمه تښتول شوی ول چې د تښتولو ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې وه. خو د لکي مروتو پولیسو ویلي چې په دې کې وروسته اته کسان خوشي کړل شوي خو پکې یو کس د جنوري پر ۲۶مه د پوځ په بمبارۍ کې ووژل شو. په دې اړه پوځ په رسمي توګه نه وو ويلي.

ټي ټي پي ته نېږدې سرچینو رسنیو ته په استولیو پیغامونو کې ویلي ول چې هغه اته کسان یې خپله خوشې کړي ول او نور یې له ځان سره ساتلي دي.

د ټي ټي پي وياند محمد خراساني د جنورۍ پر نهمه رسنيو ته په لېږدولي بیان کې ويلي ول چې د اټومي انرژۍ د کارخونې کارکوونکي يې د وژلو لپاره نه، بلکې د ځينو غوښتنو پوره کولو لپاره تښتولي دي.

بکاخېلو کې احتجاج

بلخوا د بنو په سرديخېلو او بکاخېلو کې د لاریون پر مهال له حکومته غوښتنه شوې ده چې د هغې سيمې له سکول څخه دي پوځ ووځي او ښوونځۍ دي د زده کړو لپاره پرانیستي. يو لاریونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي لطیف وزیري د جنورۍ پر ۲۷مه مشال رېډیو ته وویل چې له يوې مودې راهیسې په سیمه کې ناامني زیاته شوې ده او د وسلوالو پرضد په کاروایانو کې عام ولس ته زیان رسیږي.

بلخوا پوځ او حکومت وايي چې د وسلوالو پر ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام لري او هڅه کوي چې ولسي وګړیو ته زیان ونه رسېږي.

XS
SM
MD
LG