د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړيوال سازمان د ماهرنګ بلوچ د خوشې کولو غوښتنه کړې ده


بلوڅان د ماهرنګ بلوچ او نورو فعالانو د خوشې کولو لپاره مظاهره کوي
بلوڅان د ماهرنګ بلوچ او نورو فعالانو د خوشې کولو لپاره مظاهره کوي

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د بشری حقونو فعاله ماه رنګ بلوچ او نور نيولي بلوڅ فعالان دي خوشي کړي.

هغه سازمان د مارچ پر ۲۳مه خپل يو بیان کې وويل چې ماه رنګ بلوچ ته له خپلو وکیلانو او کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده. سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې د بلوڅ فعالانو پر ضد له بې اساسه مقدمو جوړولو لاس واخلي.

هغې ادارې زیاته کړې چې ماهرنګ بلوچ او نورو بلوڅ فعالانو د خپلو حقونو لپاره سوله ییز احتجاج کاوه چې پاکستانيوو ځواکونو یې پر ضد کاروايي وکړه. ايمنسټي انټرنيشنل ويلي چې ټول نيول شوي مظاهره چيان دې بې له قید او شرطه خوشې شي.

بلخوا دلادرکه بلوڅانو د موندنې او لپاره کارکوونکي سازمان، بلوچ يکجهتي کمېټې مشرې ماه رنګ بلوچ او د کمېټې د نورو مشرانو د نیولو پر ضد د مارچ په ۲۳مه هم د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې هړتال او احتجاجونه روان وو. دبلوچستان په تربت، نوشکي، اواران، قلات، کيچ، خضدار، حب او نورو سیمو کې کاروباري مرکزونه بند وو او مظاهرهچیانو احتجاجي پرلتونه وهلي وو.

د بلوڅ یووالي کمېټې مرستیال مشر عبدالوہاب بلوڅ دمارچ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وويل، دوی ته نه ده معلومه چې نیول شوي کسان چېرته او په کوم حالت کې دي. نوموړي زياته کړه په بلوچستان کې تر هغې پورې احتجاجونه روان ساتي ترڅو چې د کميټي مشره ماه رنګ بلوچ او نور نیول شوي کسان خوشې شوي نه وي.

تازه مظاهرې تر هغې وروسته شوی چې پولیسو د مارچ پر ۲۲مه سهار وختي تایید کړه چې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مشره ډاکتره ماهرنګ بلوچ او یوشمېر نور فعالان یې نيولي دي. کمېټۍ د مارچ پر ۲۲مه پر اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي ول چې پولیسو او انتظامیې د دوی د وژل شویو کسانو مړي هم په تحویل کې اخیستي دي.

د بلوڅو د یووالي کمېټۍ مرکزي غړي صبغت الله شاه د مارچ پر ۲۲مه شپې ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې تور پورې کړ چې پولیسو او د رياستي ادارو کارکوونکو پر سریاب سړک پر احتجاجیانو ډزې کړې دي، اوښلن ګیس ورباندې پاشلی او د دوی "ګڼ پلويان يې ژوبل" کړي دي.

د کوټې کمشنر حمزه شفقات د مارچ پر ۲۲مه په بيان کې تور پورې کړی وو چې مظاهرچیانو پر سریاب سړک د ښار د امنیت لپاره د څارګرو کیمرو، ډاکخانې ودانيو، ټرانسپورټ اډو او ګاډو ته زيان رسولی دی. خو شاه د مارچ پر ۲۲مه په خپل ویډیويي بیان کې د چارواکو دا تور رد کړ. "ریاستي ادارې پر خلکو تشدد او ډزې کوي، په خپله سرکاري ځایونو ته اور اچوي او بیا یې تور پر خلکو پورې کوي."

بلوڅ ملتپال تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو په لسګونه زره بلوڅ فعالان لادرکه کړي او زرګونه نور یې وژلي دي. خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي او وايي چې د جبري بې درکیو مسلې هواري لپاره يو سرکاري کمېشن موجود دی.

XS
SM
MD
LG