د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیر مقام وایي اسلام اباد د افغان کډوالو د ستنولو لپاره له ملګرو ملتونو سره همکارۍ ته چمتو دی


امیر مقام وویل چې په تېر یو کال کې یې لکونه افغانان هېواد ته لېږدولي دي ـ پخوانی انځور.
امیر مقام وویل چې په تېر یو کال کې یې لکونه افغانان هېواد ته لېږدولي دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو یا سیفران وزیر امیر مقام ویلي دي چې هېواد یې له تېرو څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې د افغان کډوالو لپاره د "کوربه رول لوبولی" دی او اوس د ملګرو ملتونو په مرسته یې افغانستان ته د لېږدولو بهیر کې "هر ډول مرستې ته چمتو" دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۶مه د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې پښین د سرانانو په کډوالو کیمپ کې افغانانو ته په وینا کې وویل چې هغوی باید خپل هېواد جوړ کړي خو خپله خاوره د بل هېواد پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

امیر مقام دعوه وکړه چې په نورو هېوادونو کې مېشت یوشمېر افغانان د "پاکستان پرضد تبلیغات کوي" او هغوی ته په کار دي چې نه یوازې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته "ستونزې جوړې نه کړي" بلکې د دواړو هېوادونو ترمینځ د ښه ګاونډیتوب پر اساس اړیکو ته لاره هواره کړي.

نوموړي البته په دې لړ کې د چا نوم وانخیست او کوم مشخص مثال یې هم ور نه کړ چې څوک د پاکستان ضد تبلیغات کوي او دا هم روښانه نه کړه چې په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو ځینو کسانو څرګندونې ولې او څنګه په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته ستونزې جوړولای شي.

د سرحدي او قبایلي چارو وزیر وویل چې وفاقي کابینې سږ کال د افغان کډوالو د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونو موده تر یو کاله وغځوله. ده وویل، داراز، اسلام اباد هڅه کوي چې هغه ۲۸،۰۰۰ افغانان چې په پاکستان کې پراته دي، په کاناډا او امریکا کې اباد شي.

امیر مقام تر دې مخکې په کوټه کې خبري ناستې ته وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر لا هم روان دی او په تېر یو کال کې تر پینځو لکو زیات وګړي هېواد ته ستانه شوي چې ورڅخه یې ۱۲۰،۰۰۰ په بلوچستان کې مېشت ول.

د نوموړي ورکړي ارقام د پاکستان له دولتي راډیو بدل دي ځکه چې سرکاري راډیو ویلي ول چې د ۲۰۲۴ز کال د اګست تر پیله ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه وویل چې د ستنېدو بهیر به همداسې روان وي او زیاته یې کړه چې په بل پړاو کې هغه افغانان هېواد ته لېږدوي چې د تابعیت یا سېټېزن کارډونه لري او بیا به د پي او ار کارډونو لرونکي ستانه کړي.

د سیفران وزیر په وروستیو کې په کراچۍ کې هم افغان کډوالو ته ویلي ول چې حکومت یې د بې اسناده بهرنیانو ستنولو ته ژمن دی.

دا راز د کورنیو چارو وزیر مرکزي محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه د ملګرو ملتونو له یو پلاوي سره د لیدو پر مهال ویلي ول چې حکومت به ژر د بې اسناده افغانانو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د ایستلو عمل پیل کړ چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو په ګډون یوشمېر سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر اقدام نیوکې وکړې او دا کار یې د بشري حقونو خلاف وباله. خو اسلام اباد وايي چې د بې اسناده بهرنیانو ایستل د هېواد د ملي امنیت په ګټه دی.

د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې په هېواد کې یې نېږدې ۱۴ لکه ناراجسټر افغانان اوسي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) پر خپلې ووبپاڼې ليکلي چې په پاکستان کې ۱۳ نيم لکه ثبت شوي افغان کډوال اوسي چې ۵۲ سلنه یې په خیبر پښتونخوا کې دي.

يو اېن اېچ سي ار زیاته کړې چې په پاکستان کې ۷۰ فېصده راجسټر افغانان په ښارونو کې خو پاتې یې په ۵۴ رسمي کېمپونو کې اوسېږي چې په کليوالو سیمو کې دي.

د پاکستان حکومت په جون میاشت کې اعلان وکړ چې د اسناد لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې غځوي. ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې هرکلی کړی وو.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستاني چارواکو په وينا، نيږدې شپږ لکه افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، پاکستان ته ورغلي دي.

یو اېن اېچ سي ار وایي چې نېږدې ۷۰ سلنه افغان کډوال په ښارونو او پاتې ۳۰ سلنه د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په ۵۴ کېمپونه کې اوسېږي.

د پاکستان لنډمهالې حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د هغه کال د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د سرکاري راډیو تر مخه، د ۲۰۲۴ز کال د اګست تر څلورمې ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG