د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د "کچې د غلو" په برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي، ۶ ژوبل دي


د سیند په کچې کې د عملیاتو پر مهال د پولیسو او امنیتي ځواکونو ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.
د سیند په کچې کې د عملیاتو پر مهال د پولیسو او امنیتي ځواکونو ګاډي ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پنجاب په رحيم يار خان کې د پولیسو پر ګاډو د "کچې د غلو" په وسلوال برید کې د وژل شويو سرتېرو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی.

د پنجاب پولیسو د اګست پر ۲۳مه پر خپله اېکس پاڼه په بیان کې ويلي چې پوليس سرتېري تېر ماښام د هغې ضلعې په ماچکه سيمه کې د اونیزې دندې تر بشپړولو وروسته روان ول چې یو ګاډی یې په لاره کې خراب شو او لږ ساعت وروسته ورباندې غلو د راکټونو حمله وکړه. بیان وايي په هغه بريد کې شپږ سرتېري ژوبل شوي هم دي.

چارواکي زياتوي چې پر دې سربېره پينځه پوليس لادرکه شوي ول چې وروسته په خوندي توګه وژغورل شول. بیان زیاتوي چې د غلو خلاف پوليسو عمليات پيل کړي او د بريد مرکزي تورن بشير شر يې وژلی او د هغه پينځه ملګري يې ژوبل کړي دي. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلا وزيرې مريم نواز په جلا جلا بيانونو کې دا پېښه په کلکو ټکو غندلې ده. شهباز شريف په خپل بيان کې د بريدګرو خلاف د "سمدستي او موثره" عملياتو لارښوونه کړې ده. بل خوا مريم نواز ويلي چې د دې بريد "غچ" به اخلي.

دولتي ټېلېوېژن وايي چې وزیراعظم شریف اړوندو ادارو ته امر کړی دی چې په کچې سیمه کې د بریدګرو پرضد "سمدستي اقدام" وکړي.

د پنجاب اعلاوزیرې مریم نواز په بیان کې برید غندلی او ویلي یې دي چې "غچ" به یې اخلي.

د پنجاب او سیند پر پوله په پرته هغه سیمه کې تر دې مخکې هم پر پولیسو حملې شوې دي. د جولای پر ۳۱مه د کچې غلو په دوو بریدونو کې د سیند او پنجاب شپږ پولیس وژل شوي ول.

د سيند او پنجاب حکومتونو په بیا بیا ویلي دي چې له اوږدې مودې راهیسې هلته د پولیسو او رېنجرز ځواک عملیات روان دي او پکې د غلو د وژنې دعوې هم کوي.

پر دې سربېره په هغه سیمه کې نه یوازې پر پولیسو بریدونه کېږي بلکې ټرانسپورټران، کاروباریان او نور ولسي وګړي هم د پیسو لپاره تښتول کېږي.

د سیند د سکر زندان مرستیال مشر اسحاق رند د اګست پر ۲۱مه وویل چې زوی یې د کچې غلو تښتولی او ورڅخه پیسې غواړي.

کچه د سیند او پنجاب صوبې پر پوله سلګونه مربع کېلومیټره رقبه لرونکې سیمه ده او له خیبر پښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو ته پرته ده.

د "کچې غله" اصطلاح د هغو ډاکوانو او وسلوالو لپاره کارېږي چې د سیند او پنجاب په سرحدي سیمه کې فعالیت کوي.

هغه غله او ډاکوان له بېلا بېلو ځایونو څخه خلک تښتوي، خپلې سیمې ته یې انتقالوي او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشې کوي.

XS
SM
MD
LG