د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ او تربت کې د ناامنۍ په پېښو کې د سرتېرو په ګډون ۳ تنه وژل شوي، ۶ کسان ژوبل دي


په باجوړ کې د امنیتي ځواک سرتېري د ځمکلاندې بمونو لټون کوي - پخوانی انځور.
په باجوړ کې د امنیتي ځواک سرتېري د ځمکلاندې بمونو لټون کوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ او د بلوچستان په تربت کې په یو وسلوال برید او دوو چاودنو کې د دوو سرتېرو په ګډون درې تنه وژل شوی او شپږ تنه ژوبل دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د سېپټېمبر پر ۱۱مه غرمه مهال د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو پر واکسیني ډلې ډزې وکړې چې پکې یې ساتونکی پولیس سرتېری او یو روغتیايي کارکوونکی ووژل شول.

دی وايي چې وسلوال تر حملې وروسته وتښتېدل او زیاتوي چې د وژل شویو مړي د خار روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر دې پېښې لږ ساعت مخکې د باجوړ د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ملېشې ځواک سرتېرو د سېپټېمبر پر ۱۱مه د ماموندو په نعمت خان کلي کې د سړک تر غاړې د ښخو بمونو لټون کاوه چې چاودنه وشوه او پکې یو سرتېری ووژل شو او دوه ژوبل شول.

هغه زیاتوي چې سرتېرو په سیمه کې د نورو بمونو لټون ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې کېږي چې پکې ولسي وګړو، حکومتي کارکوونکو او سرتېرو ته مرګژوبله اوړي.

په همدې حال کې د بلوچستان پولیسو ویلي دي چې په تربت کې په چاودنه کې څلور تنه ژوبل شوي دي.

چارواکو په بیان کې ویلي دي چې چاودنه د سېپټېمبر پر ۱۱مه د ایران پولې ته د نېږدې کېچ ضلعې د تربت ښار په مرکزي څلورلاره یا چوک کې شوې.

دوی وايي، ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي او درملنه یې روانه ده.

د بلوچستان حکومتي ویاند شاهد رند په بیان کې چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې حکومت د کورنیو چارو وزارت ته د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

پولیس زیاتوي چې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د باجوړ او تربت د چاودنو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په خیبر پښتونخوا کې د ډېریو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګه او په بلوچستان کې په وروستیو کې د اکثرو حملو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېش ارمي (بي اېل اې) منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې وسلوال بریدونه ډېر شوي دي چې پرضد یې پراخې مظاهرې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف کاروایۍ دوام لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG