د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو یووالي کمېټي: د امنیتي سرتېرو پرضد دې پر ولسي غونډې په ډزو کې د مرګژوبلې مقدمه دایره شي


بلوڅانو د جولای پر ۲۸مه په ګوادر کې تر جلسې وروسته پرلت وهلی دی ـ د اګست شپږمې انځور.
بلوڅانو د جولای پر ۲۸مه په ګوادر کې تر جلسې وروسته پرلت وهلی دی ـ د اګست شپږمې انځور.

د بلوچستان په ګوادر کې پرلتوالو له صوبایي حکومته غوښتي دي چې د هغو امنیتي سرتېرو پر ضد دې مقدمې درج کړي چې د هغوی د پراخې ولسي غونډې پر ګډونوالو یې ډزې کړې وې.

د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي دي چې د اګست پر پینځمه او شپږمه یې په ګوادر کې له حکومتي پلاوي سره لیدلي او خپلې غوښتنې یې ورته وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ د جولای پر ۲۸مه په ګوادر کې د "بلوچ راجي موچي یا د بلوڅانو د ولسي جرګې" په نوم غونډه کوله او ویلي یې ول چې د بلوڅانو د ټولو ولسونو او قبیلو غړو پکې ګډون کړی وو.

کمېټۍ هغه مهال ويلي ول چې حکومت د ګوادر د غونډې د "ناکامولو هڅې" کړې وې او د دې لپاره یې هلته تلونکې لارې تړلې وې. د کمېټۍ مشرې ډاکترې ماه رنګ بلوڅې دا دعوه هم کړې وه چې امنیتي ځواکونو په مستونګ کې د بلوڅانو پر قافله ډزې کړې وې.

خو د بلوچستان حکومت د نوموړې دا دعوه رد کړه او ویلي یې ول چې د کمېټۍ غړو ته یې په ګوادر کې غونډې اجازه نه وه ورکړې.

د بلوڅانو د یووالي کمېټي وايي چې د جولای پر ۲۸مه امنیتي ځواکونو د غونډې پر ګډونوالو تشدد او ډزې وکړې، درې کسان یې ووژل، ۱۴ یې ژوبل کړل او وروسته یې ګڼ کسان ونیول. خو پوځ ویلي ول چې احتجاجیانو په تاوتریخوالي کې یو سرتېری وژلی او ۱۶ یې ژوبل کړي ول.

تر دې وروسته د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ مخکښه مشرانو او غړو په ګوادر کې احتجاجي ناسته پیل کړه او وایي چې د بلوڅانو جبري بې درکۍ دې ودروي او هغوی ته دې د خپلو وسایلو واک ورکړي.

بلوچستان د یوشمېر معدنیاتو پراخې زېرمې لري خو د پاکستان تر ټولو بې وزله صوبه ده.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د کراچۍ څانګې مشرې فوزیې بلوڅې د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج کوي.

نوموړې وویل چې حکومت دې "په مستونګ، تلار، ګوادر، نوشکي او تربت کې د لاریون پر مهال زموږ د وژل شویو او ټپي شویو ملګرو مقدمې د اېف سي ځواک او پوځي افسرانو پر ضد درجې کړي. دویمه دا چې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت دې په یو نوټیفیکیشن (اعلامیه) کې دا خبره یقیني کړي چې نور به زموږ [د فعالانو] پر ضد د ریاستي ادارو له خوا هېڅ ډول طاقت نه کارول کېږي، حکومت دې د بلوڅ قومي جلسې په تړاو نیول شوي او د کورونو نه په زوره لادرکه شوي ټول کسان ژر تر ژره خوشې کړي او ټولې مقدمې دې ختمې کړي."

د ګوادر پرلتوالو دا غوښتنې په داسې حال کې کړي دي چې د اګست پر پینځمه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د ترهګرو ډلو او په جرمونو کې ککړ کسان د بلوڅانو یووالي کمېټۍ استازیتوب کوي.

خو کمېټۍ د پوځ دا تور ردوي او وايي چې پرضد یې د ویاند خبري غونډه "ښکاره دلیل" دی چې پوځ د خلکو له سوله ییزې مبارزې وېرېږي.

د بلوچستان حکومت لا د یکجهتي کمېټۍ د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

سیپېک پروژه

بلوچستان، په تېره بيا بندر ښار ګوادر، د چين-پاکستان اقتصادي لارې (سيپېک) پروژو لپاره ډېر اهميت لري. دا د پاکستان او چین ترمینځ لویې اقتصادي پروژې دي چې د چین د یوې کړۍ، یوې لارې نوښت برخه ده او موخه یې د بېخبنا جوړول او اقتصادي پرمختګ دی. چین غواړي چې د ګوادر بندر له لارې له اسیايي او افریقايي هېوادونو سره سوداګري وکړي.

خو بلوڅ ملتپالان او فعالان وایي چې د هغو پروژو له امله له خپلو وسايلو بې برخې کېږي نو ځکه د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي.

د بلوچستان حکومت دريځ لري چې ګوادر د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو له امله ډېر حساس او ارزښتناکه ښار دی نو ځکه دې د بلوڅانو د یووالي کمېټي هلته پیل کړی پرلت ختم کړي.

پاکستان کې د ورکو شويو کسانو ستونزه

په پاکستان کې د جبري بې درکیو مسله څو لسیزې سابقه لري. په هغه هېواد کې په جبري ورکو شویو د قضيو په اړه کارکوونکی حکومتي کمېشن وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ نوې قضيې ثبت کړې وې.

په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوي کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه په راپور کې وویل چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰،۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړې دي. د کمېشن په وینا، له هغو څخه یې ۸،۰۱۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.

خو بلوڅ او پښتانه ملتپال نه یوازې د ورکو کسانو شمېر تر دې څو چنده زیات یادوي بلکې د پاکستان استخباراتي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي، چې حکومت یې ردوي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي.

XS
SM
MD
LG