د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین وزیراعظم لي چیانګ د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي


حکومت په اسلام اباد کې د چینايي وزیراعظم لي چینانګ (په مینځ کې) او ورسره د پاکستان د ولسمشر اصف زرداري او وزیراعظم شهباز شریف انځورونه لګولي دي - د اکتوبر ۱۳مې انځور.
حکومت په اسلام اباد کې د چینايي وزیراعظم لي چینانګ (په مینځ کې) او ورسره د پاکستان د ولسمشر اصف زرداري او وزیراعظم شهباز شریف انځورونه لګولي دي - د اکتوبر ۱۳مې انځور.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي دي چې ټاکل شوې چې د چین وزیراعظم لي چینانګ د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ورشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نېنګ د اکتوبر پر ۱۳مه د وزارت پر ووبپاڼه په لنډ بیان کې ویلي دي چې وزیراعظم لي د خپل پاکستاني سیال "شهباز شریف په بلنه" په څلور ورځني سفر اسلام اباد ته ځي.

د شنګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه غونډه د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې کېږي. د پاکستان حکومت ویلي دي چې د غونډې د امنیت لپاره یې د اکتوبر تر ۱۷مې پورې په اسلام اباد کې پوځ ځای پر ځای کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۱۳مه په بیان کې ویلي دي چې د چین یوشمېر "وزیران او لوړپوړي چارواکي" هم د لي چیانګ د سفر ملګري دي.

بیان وايي چې د وزیراعظم شهباز شریف او د هغه د چینايي سیال لي چینانګ په مشرۍ پلاوي به د "اقتصادي او سوداګریزو اړیکو" او د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) پروژو په اړه د همکارۍ تر څنګ د "پاکستان او چین د تعلقاتو پر ټولو اړخونو جامع بحثونه" وکړي.

بیان زیاتوي چې چینايي وزیراعظم به د اکتوبر له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې د سفر پر مهال د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون ترڅنګ له ولسمشر اصف علي زرداري، پارلېماني مشرانو او پوځي مشرتابه سره هم وګوري.

د چینايي وزیراعظم په مشرۍ پلاوی پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې په وروستیو کې په کراچۍ کې له هوايي ډګر سره نېږدې په برید کې دوه چینايي وګړي ووژل شول. د پاکستان د مالي چارو وزیر محمد اورنګزېب وروسته وویل چې د اکتوبر شپږمې په ځانمرګي برید کې وژل شوي چينايي وګړي "ډېر مهم انجینران" ول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغه ځانمرګي بريد ذمه واري منلې وه.

د چینايي انجینرانو د ګاډو پر کاروان په شوې حمله کې یو چینايي او اته پاکستانیان هم ژوبل شوي ول.

د چین سفارت په خپل بیان کې له اسلام اباده غوښتي ول چې د چینايي وګړو امنیت دې وساتي او بریدګرو ته دې سخته سزا ورکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په يو بیان کې هغه حمله غندلې او پلانوونکو ته یې د سزا ورکولو هوډ ښوولی وو.

په اسلام اباد کې یو پوځي او د پولیسو سرتېری د شانګهای همکارۍ سازمان تر غونډې مخکې پهره کوي - د اکتوبر ۱۳مې انځور.
په اسلام اباد کې یو پوځي او د پولیسو سرتېری د شانګهای همکارۍ سازمان تر غونډې مخکې پهره کوي - د اکتوبر ۱۳مې انځور.

په کراچۍ او د بلوچستان په ګوادر او په نورو شاوخوا سيمو کې پخوا هم پر چينايانو د شویو ډېریو حملو ذمه واري بې اېل اې منلې ده.

هغه ډله تور پورې کوي چې چین له پاکستاني حکومت سره د بلوچستان د وسایلو "په لوټلو کې همکاري" کوي.

خو پاکستان بیا تور پورې کوي چې د هغې ناقانونه ډلې تر شا بهرني هېوادونه دي چې هدف یې د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) پروژې ناکامه کول دي.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.

هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه. د بشام تر برید وروسته شاوخوا ۱،۲۰۰ چينايي وګړي له پاکستانه ووتل.

بیجنګ تر حملې وروسته له اسلام اباده غوښتي ول چې پاکستان دې هلته چینايي وګړو او پروژو ته بشپړ امنیت ورکړي.

ټاکل شوې چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جې شنکر هم د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ورشي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان، ايران او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

XS
SM
MD
LG