د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ جګړه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ ته رسېدلی


په کورمې کې د شیعه او سنیانو ترمنځ په وار وار خونړۍ نښتې کېږي. (انځور: ارشیف)
په کورمې کې د شیعه او سنیانو ترمنځ په وار وار خونړۍ نښتې کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمینځ په روانو نښتو کې دواړو غاړو ته د وژل شویو شمېر اوس لږترلږه ۴۳ ته رسېدلی دی.

د کورمې د صحت محکمې چارواکو، ځايي قبایلي مشرانو او پولیسو د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د سېپټمبر له ۲۰مې په روانو نښتو کې د سېپټمبر تر ۲۷مې ناوخته لږ تر لږه ۱۳۰ تنه ټپي شوي‌ هم دي.

د دوی په وینا، د ۲۷م سېپټمبر په شپه په څلورو ځایونو کې د دواړه فریقینو ترمینځ د نښتو له امله دوه کسان وژل شوي دي.

په سیمه کې د لقمان خیلو، علي شاري او شیلوزون داسې علاقې دي چې پر عام ابادي توغندي او مارټر ګولیو راپرېوتلو له کبله هم ځاني زیان اوښتی دی.

په علي شاري کې د والي بال پر میدان د لوبې پر وخت په لوبغاړو ماټر ګوله پرېوتې او څلور تنه پکې ټپي شوي دي.

د مرغۍ چینې اوسېدونکي فضل ربي مشال راډیو ته وویل چې "په سیمه کې روان جنګ پر ټولنیز ژوند ډېر اغېز کړی دی او حکومت باید د دې مخه ونیسي."

د سيپتمبر پر ۲۷مه د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر علي امين ګنډاپور په مشرۍ کې په صوبه کې د امن او په سوات ، کورمه او نورو سیمو کې د ناامنۍ په اړه د کابينې بيړنۍ غونډه شوې ده.

د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار عبدالکریم خان د سيپتمبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د اعلا وزیر په امر په کورمه کې د ډز بندۍ لپاره چارواکو ته هدایات ورکړل شوي دی .

ده وویل، "د کورمې د حالاتو په اړه بيړنۍ غونډه تيره شپه وشوه ، په هغې کې موږ ته وويل شو چې دا شيعه سني ستونزه نه ده بلکې د ځمکې تنازعې دي ، نو لومړی غواړ چې هلته جنګ بندي وکړو ، دا شخړې ختمې کړو بیا به د وسلو راغونډولو طریقه جوړوو."

د اعلا وزیر په مشرۍ کې تر شوې دې غونډه وروسته په یو خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په صوبه کي د امنیت ښه کولو لپاره جدي ګامونه پورته کوي.

په کورمه کې دا وخت د تګ راتګ لارې بندې دي او هلته حکومت پر ۳ جي او ۴ جې انټرنیټ هم بندیز لګولی دی. د اوسنۍ جګړې له پیله راهیسې سرکاري دفترونه، تعلیمي ادارې او بازارونه هم تړلي دي.

د دې نښتو درولو لپاره سیمې ته حکومت او انتظامي چارواکي ورغلي او له دواړو غاړو سره یې خبرې اترې هم کړې دي خو لا یې هم نتیجه نده ورکړې.

د کوهاټ ډویژن کمیشنر سید معتصم باالله شاه د ستمبر پر ۲۷ رسنیو ته ویلي ، "د دواړه فریقینو په مینځ کې راپورته شوي غلط فهمۍ ختمې کړل شوې دي او ډیر زر به هلته جنګ ودرول شي."

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۶مه د شیعه ګانو او سنیانو مشرانو د سرکاري جرګې په مرسته د ډزبندۍ اعلان وکړ.

په همدې حال کې په پېښور کې شیعه او سني مشرانو او مدني فعالانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي دي چې ژر تر ژره دې په کورمه کې روانه جګړه ودروي.

د شيعه ګانو او سنيانو ترمینځ جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) کې پر لانجمنه ځمکه د مورچو جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې وروسته تر بالشخېلو، خوار کلی، پیواړ، تري منګل، مقبل، کونج عليزیو، غوز ګړۍ، بوغکي، بادامې (بدامه هم بلل کېږي)، کړمان او خومڅیو وغځېده او فرقه ییزه بڼه یې واخیسته.

په وروستیو ورځو کې دواړه خواوې په بوشهره کې په اوربند سلا شوې خو په نورو سیمو کې نښتې روانې دي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د سازمان انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ وايي چې نښته د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې فرقه ییزه بڼه یې واخیسته. دی وايي چې په بوشهره کې اوربند وشو نو څه وجه ده چې په نورو ځایونو کې نه درېږي؟

د تاوتریخوالي پېښو له امله په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

د کورمې انتظامیې لا رسماً د جګړې او د مسلې د هواري په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا د قانوني چارو وزیر افتاب عالم اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې چارواکي هڅه کوي چې ژر تر ژره نښتې ودروي.

په همدې حال کې شیعه او سني مشرانو او دیني عالمانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي دي چې په کورمه کې دې روان تاوتریخوالی ودروي.

هغوی د سېپټېمبر پر ۲۶مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې له چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره دې په ضلع کې امن پر ځای کړي.

شیعه دیني عالم عابد حسین شاکري تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، حکومت باید پته ولګوي چې په کورمه کې څوک او ولې حالات خرابوي. "حکومت دې ژر تر ژره امن پر ځای کړي، ژوبل کسان دې روغتونونو ته ولېږدوي. د یو بل د مقدساتو سپکاوی حرام دی، د بل پر ځمکه قبضه کول هم حرام دي او باید حکومت د سیمې امنیت لپاره عملي اقدامات وکړي."

هلته په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ولسي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اوربند عملي کولو هڅې روانې دي.

دی وايي چې لوړپوړي چارواکي هلته د امنیت ټینګښت لپاره ورغلي دي. حسین په خبرو کې پر دواړو خواوو ټینګار وکړ چې په ښه او مثبتو خبرو کې د یو بل ملګرتیا وکړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

شیعه او سني مشرانو سږ کال د اګست پر ۲۶مه موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

XS
SM
MD
LG