د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې په ځانمرګو بریدونو کې ۴ پولیس وژل شوي، ۱۰ تنه ژوبل دي


پولیس وايي، د برید له کبله د باړې د پخواني تحصیل ودانۍ یوه برخه پرېوته - د جولای ۲۰مې انځور.
پولیس وايي، د برید له کبله د باړې د پخواني تحصیل ودانۍ یوه برخه پرېوته - د جولای ۲۰مې انځور.

د خیبر ضلعې د باړې پخواني تحصیل پر ودانۍ په ډزو او دوو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو پولیس سرتېرو شمېر څلور ته رسېدلی دی او ۱۰ تنه ژوبل دي.

د باړې تاڼېدار اکبر خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۲۰مه دوه وسلوال د ودانۍ پر لوري ورغلل او له هغوی څخه یې یو ډزې وکړې چې هغه پولیسو وویشت او ژوبل یې کړ.

د ده په خبره، هغه وسلوال په ژوبل حالت کې خپل واسکټ وچاوه او بل په ودانۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) پر دفتر ځانمرګی برید وکړ چې پکې د وژل شویو سرتېرو شمېر څلور ته رسېدلی دی.

دی زیاتوي چې په ژوبلو کې پینځه پولیس سرتېري هم شامل دي.

پولیس وايي حمله د جولای پر ۲۰مه د باړې تحصیل په ودانۍ کې شوې ده.
پولیس وايي حمله د جولای پر ۲۰مه د باړې تحصیل په ودانۍ کې شوې ده.

تر نوموړي مخکې د ضلعي پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي مشال راډيو ته وویل چې چاودنه د جولای پر ۲۰مه د هغې ودانۍ په مرکزي ور کې شوې ده چې ورسره د ودانۍ یوه برخه پرېوتې ده.

د خیبر پښتونخوا د ژغورندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل چې له ۱۰ ژوبلو څخه یې شپږو ته په هغه ځای کې طبي مرسته ورکړه او هغوی یې فارغ کړل.

دی زیاتوي چې یو ژوبل کس یې د پېښور حیات اباد میډیکل کمپلېکس او درې نور یې د خیبر ځايي روغتون ته لېږدولي دي.

د حملو ذمه وارۍ لا چا نه ده منلې.

د تحصیل وداني د باړې په بازار کې ده چې پکې د باړې تاڼه او د تاڼېدار، د سي ټي ډي او انتظامي مشر دفترونه او د جرګو تالار موجود دي.

هغې ودانۍ ته هره ورځ خلک تاڼې ته او دفترونو ته د عریضو ورکولو او اسنادو جوړولو لپاره ورځي او په تالار کې یې غونډې او جرګې کېږي.

په باړه کې دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې تر دې دوه ورځې مخکې په پېښور کې د اېف سي ځواک له یوه ګاډي سره نېږدې په ځانمرګي برید کې لږترلږه اته تنه ژوبل شول.

پولیسو د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د اېف سي ګاډی په حیات اباد کې له کلا څخه روان وو چې ورباندې حمله وشوه.

د عیني شاهدانو په خبره، په برید کې د اېف سي ګاډی په بشپړ ډول ړنګ شوی وو او ورسره نېږدې د سړک غاړې ته د یو رستوران ودانۍ ته هم زیان رسېدلی وو.

د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

XS
SM
MD
LG