د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې خبريالان وايي ولس "خبریالانو ته له ورپېښو ستونزو" ناخبره دی


په کراچۍ کې خبریالان د خپل یو لادرکه ملګري لپاره مظاهره کوي. پخوانی انځور
په کراچۍ کې خبریالان د خپل یو لادرکه ملګري لپاره مظاهره کوي. پخوانی انځور

په داسې حال کې چې د نومبر دویمه هر کال د خبریالانو خلاف د جرمونو معافیت ختمولو ته ځانګړې کېږي، ملګرو ملتونو ویلي چې خبریالان د یو خبر ورکولو او یا د یوې پېښې وروسته د سیمې د وضیعت بیانولو پر مهال ځینې وختونه د ژوند له خطر سره مخامخېږي.

د هغې ورځې په مناسبت، ياد سازمان پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې ولسونه پر دې ځان پوه کړي چې خبر ورکول کوم چېلنجونه لري.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې يو خبریال حسبان الله د نومبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې خبريالان د خبر ورکولو پر مهال ځینې وختونه د دواړو خواوو مشکلات لري."داسې یو خبر به درکړي چې که خپروې یې نو قبایلي مشران دې پر ضد جرګې کوي، حتا د کور د سوځولو فیصله هم کولی شي، او که یې نه خپروې نو ضلعي انتظامیه دې خلاف کېږي، له نامعلومه ځایه درته دړکې راتلی شي."

ولس دا معلومات نه لري چې یو خبریال کومې مسلې لري.
حسبان الله

حسبان الله دا هم وايي چې ځینې خلک داسې فکر کوي لکه چې یو خبریال ته حکومت ډېره تنخا ورکوي، خو دوی دا معلومات نه کوي چې دغه څه حقیقت لري او که نه؟

د رسنيو د خپلواکۍ لپاره کارکوونکي نا حکومتي تنظیم فریډم نېټورک د روان ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر میاشتې په خپل یو تازه رپورټ کې ويلي چې د پاکستان ریاست د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.

په کوټه کې خبریالان د صحافت د ازادۍ لپاره د احتجاج پر مهال
په کوټه کې خبریالان د صحافت د ازادۍ لپاره د احتجاج پر مهال

هغه تنظیم د اکتوبر پر ۲۹مه خپل کلنی رپورټ خپور کړ چې پکې ویل شوي چې پاکستان د اسيا هغه لومړی هېواد دی چې د خبریالانو د ساتنې لپاره یې قانون جوړ کړی خو په وینا یې، تر اوسه پورې دغه قانون سم نه دی عملي شوی او د خبریالانو ضد د رياستي او غير رياستي کړیو ګامونه لا زيات شوي دي.

د بنو ضلعې یو ځایي خبریال احسان خټک مشال راډیو ته وایي چې خبریالانو ته د ورپېښو مسلو په اړه ولس ډېره کمه پوهه لري."کله چې طالبانایزېشن وو، نو ډېر مشکلات ول، زموږ سره خپله هم داسې ډېرې پېښې شوې دي چې پکې ځایي خبریالانو ته دړکې ورکړل شوي دي. له نامعلومو نمبرو څخه به ټېلېفونونه کېدل، چې پکې ځینو خبریالانو ته د مرګ ګواښونه هم شوي دي."

احسان خټک وایي د ټولنیزو شبکو او ټېکنالوژۍ له راتګ سره د خبریالانو مشکلات هم بدل شوي دي، خو زیاتوي د کار پر مهال يې په ورپېښو چېلنجونو کې څه کمی نه دی راغلی.

بلخوا په پېښور کې خبریاله شاهده پروین مشال راډیو ته وایي ځینې وختونه تر یو خبر ورکولو وروسته پر ټولنیزو رسنیو هم یو خبریال ته دړکې ورکول کېږي." مخکې د ښځو خبریالانو ډېرې مسلې نه وې. اوس که زه د ښځینه خبریالانو ذکر وکړم نو هر ځای ځورول کېږي یا تنګول کېږي. اوس مسله دا هم ده چې [خبري] ادارې ډېرې محتاطه شوي. بل په دې ادارو کې ځینې خبریالان د اقتصادي مسلو له وجې لېرې کړل شول، عمله کمه کړل شوه، نو اوس د ادارو حالات هم خراب دي."

که یو خبریال په یو ځای کې مشکل لري، نو اداره یې هم پر شاه نه ودریږي
شاهده پروین

د فریډم نېټورک د رپوټ له مخې په تېرو دوو کلونو کې د خبریالانو د ځورولو ۲۴۸ پېښې ثبت شوې دي چې پکې ۳۷ فيصده يعني ۹۳ پېښې یوازې په اسلام اباد کې شوې دي.

په پاکستان کې د فريډم نېټورک مشر اقبال خټک مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي دي.

اقبال خټک زیاتوي "زموږ د رپوټ نه دا یوه خبره واضحه شوې، چې په پاکستان کې د خبریالانو د تحفظ قانون جوړ شوی، خو خبریالانو ته یې څه ګټه ونه رسوله. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د دغه قانون عملي کولو ته دې پام وکړي."

بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضا سولنګي، چې خپله هم پخوانی خبریال دی، څو ورځې مخکې یې د خبریالانو له يوې ډلې سره د ليدو پر مهال د هغوی د ستونزو په اړه وویل چې له خپل وس سره سم د هغوی د ستونزو د حل هڅه کوي.

په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبريالانو د خونديتوب په اړه یو قانون جوړ کړ. د دې قانون له مخې به حکومت د هر سړي او ادارې لخوا د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د هر ډول ځورونې، تشدد او ناوړه ګټې اخيستنې پرضد ټول اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG