د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدایت او ۴ نورو کسانو د وژنې ضد مظاهره شوې ده


په باجوړ کې خلک د هدایت الله تابوت امبولانس ته انتقالوي - د جولای درېیمې انځور.
په باجوړ کې خلک د هدایت الله تابوت امبولانس ته انتقالوي - د جولای درېیمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې په بمي چاودنه کې د پخواني سېنېټر هدایت الله په ګډون د پینځو کسانو د وژنې پرضد مظاهره شوې ده.

د جولای پر څلورمه په ناوګۍ کې مظاهرې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې په چاودنه کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله.

هغوی د جولای پر درېیمه مازیګر مهال د ماموندو په ډمه ډوله کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په چاودنه کې ووژل شول. تر هغې څو ساعته وروسته ماخوستن مهال د سېنېټر هدایت الله، دوو پولیسو او په ګاډي کې د سپرو دوو نورو کسانو جنازې وشوې او مړي یې په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول.

د هدایت الله جنازې ته د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالان او ځايي خلک ورغلي ول.

په باجوړ کې د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي مشر مولانا خانزېب د جولای څلورمې مظاهرې ته په وینا کې وویل چې حکومت پر لارو پوستې جوړې کړې دي او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې یې اغزن تار هم غځولی خو پر دې سربېره بریدونه کېږي. "نهه کاله وشول چې تاسو له چتراله تر وزیرستانه پورې اغزن تارونه لګولي دي، تجارت مو بند کړی دی، لارې بندې دي، [شپانه] پرې نه شي تېرېدای نو بیا ترهګر او وسلوال ورباندې څنګه تېرېږي؟"

مولانا خانزېب د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو پیلولو پر حکومتي پلان هم اندېښنه وښوده او و یې ویل چې ولس نور د کډوالۍ ژوند ته غاړه نه ږدي. "موږ ډېر کړاوونه ولیدل او نور وس نه لرو. دا یو غریب ولس دی چې د یو وخت ډوډۍ لري او د بل نه، او ته (حکومت) یې بیا د امن په نوم بې کوره کول غواړې."

خو د پاکستان د وزیراعظم دفتر ویلي دي چې هغه عملیات به د پخوانیو په څېر نه وي او له وجې به یې خلک نه بې کوره کېږي.

د ناوګۍ مظاهرچیانو له حکومته د امنیت ټینګښت او د ډمه ډولې په پېښه کې د پخواني سېنېټر او نورو کسانو په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

پولیس وايي، هدایت الله د خپل وراره، چې د صوبايي اسمبلۍ د ۲۲مې حلقې څوکۍ ضمني انتخاب ته نوماند دی، د کیمپېن لپاره ډمه ډولې ته تللی وو او له خلکو سره تر لیدو وروسته د باجوړ مرکزي سیمې خار ته پر لاره وو چې ګاډی یې د بمي چاودنې ښکار شو.

پولیس وايي چې داسې ښکاري چې هغه د رېموټ کنټرول بم برید وو چې هدف یې د هدایت الله ګاډی وو.

د بمي چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

اخوا د باجوړ اوسېدونکو، د پاکستان د ولسمشر او وزیراعظم په ګډون لوړپوړو حکومتي او دولتي چارواکو او سیاستوالانو پر پېښه خپګان ښوولی دی.

هدایت الله د ناوګۍ اوسېدونکی، د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي بسم الله خان زوی او د پخواني وزیر او د خیبر پښتونخوا د پخواني ګورنر انجینر شوکت الله خان کشر ورور وو.

نوموړی دوه ځلې د سېنېټ غړی منتخب شوی وو او د روان کال په مارچ کې یې د سېنېټرۍ دویمه شپږ کلنه دوره پای ته ورسېده.

په باجوړ کې له اوږدې مودې راهيسې د هدفي وژنو او بمي چاودنو لړۍ روانه ده چې ګڼ قبايلي مشران، سياستوال او پوليس سرتېري پکې په نخښه شوي دي.

د باچوړ په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي وايي چې په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

له دې پرته وفاقي حکومت د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو پیلولو اعلان هم کړی دی.

XS
SM
MD
LG