د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن له پاکستانه د افغانانو پر جبري ستنولو اندېښنه ښوولې ده


د افغانانو په کډو بار یوشمېر لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي - د ۲۰۲۳ز کال د نومبر دویمې انځور.
د افغانانو په کډو بار یوشمېر لارۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي - د ۲۰۲۳ز کال د نومبر دویمې انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغان کډوالو پر جبري ستنولو او په خیبر پښتونخوا کې د امنیت پر خرابه وضع اندېښنه ښوولې ده.

د کمېشن غړو د جون پر ۱۱مه، د پېښور د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال لپاره د هغې خپلواکه او ناحکومتي ادارې د راپور له مخې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو سرغړونه ده.

کمېشن دا راز په خپل راپور کې ویلي چې حکومت د بې اسناده افغانو د ستنولو په برخه کې ورته مناسب وخت او اسانتیاوې نه دي ورکړې.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو امر وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

چارواکي وایي، تر دې دمه یې ۵۶۳،۶۳۹ بې اسناده افغانان هېواد ته ستانه کړي دي خو لا هم سلګونه زره په پاکستان کې مېشت دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو يوشمېر نورو سازمانونو هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ايستلو پر عمل نيوکې کړې دي.

البته د پاکستان حکومت د اپرېل په پای کې د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ۲۰۲۴ز کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځوله.

د پاکستان حکومت د بې اسناده بهرنیانو ایستل د ملي امنیت په ګټه بولي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي په ۲۰۲۱ز کال کې مشال راډیو ته ویلي ول چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۱۴ لکه داسې افغان کډوال اوسي چې هغې ادارې رجسټر کړي او د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه لري.

اپرېدي ویلي ول چې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي ول.

د ناامنۍ په اړه د کمېشن څرګندونې

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د راپور له مخې، د وسلوالو په بریدونو کې ۱۶۰ پولیس، ۷۰ پوځیان او تر ۶۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

د کمېشن په وینا، په صوبه کې په پوځي عملیاتو کې د ۱۷۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعاوې شوې دي.

تر غونډې وروسته د کمېشن مرستیال مشر اکبر خان وویل چې روان کال هم په صوبه کې د امنیت وضع لا په خرابېدو ده.

هغه وویل چې "له بده مرغه" په پاکستان کې د "ناامنۍ او ترهګرۍ تر ټولې زیاتې پېښې" په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوې دي.

د بشري حقونو کمېشن غړو په خبري غونډه کې دا هم وویل چې د وسلوالو په اړه د ناسمو ریاستي پالیسیو له کبله د امنیت وضعیت لا په خرابېدو دی.

بلخوا د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي هم د جون پر ۱۱مه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې په صوبه کې ناامنۍ خواشینی کړی دی.

کونډي وویل، حکومت د صوبې امنیت ته سم پام نه دی کړی، خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې په صوبه کې امنیت ته ژمن دی او د دې لپاره یې پولیسو ته اووه اربه روپۍ ورکړي دي.

له دې پرته د پاکستان پوځ او حکومت هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG