د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حماس د سیاسي دفتر مشر،‌ اسماعیل هنیه په ایران کې ووژل شو


اسماعيل هنیه د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه
اسماعيل هنیه د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه

د ایران سپاه پاسداران ځواک خبر ورکړی چې د فلسطینۍ حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنيه د ایران په پلازمېنه، تهران کې وژل شوی دی.

حماس د امریکې او اروپا لخوا ترهګره ډله اعلان شوې ده.

د سپاه پاسداران ځواک د عامه اړیکو دفتر د جولای پر ۳۱مه، په یو بیان کې وویل چې په تهران کې د هنیه استوګنځی په نښه شوی او په نتیجه کې یې نوموړی او یو ساتونکی وژل شوي دي. په بیان کې د برید د څرنګوالي او د وژنې د کره وخت په اړه څه نه دي‌ ويل شوي خو زیاته کړې یې ده چې په دې اړه تحقیقات روان دي.

بلخوا د ایران ملاتړ لرونکي، حماس پر خپل ټيليګرام ويلي‌چې هنيه په يو هوايي برید کې وژل شوی دی. د فلسطین سما خبري اژانس د حماس د سیاسي دفتر غړي موسی ابومرزوق له خولې ويلي: "د هنيه وژل به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي."

د ایران سرکاري رسنۍ، ایرنا په راپور کې د هنيه د وژنې پړه پر اسراييلو اچول شوې: "مجاهد ورور اسماعیل هنيه د ایراني ولسمشر پزشکیان د لوړې مراسمو کې له ګډون وروسته د هغه پر استوګنځي د صیهونستانو په برید کې وژل شوی دی."

غبرګونونه

د اسراییلو حکومت تراوسه د اسماعيل هنیه د وژنې په اړه څه نه‌دي ویلي. د امریکې د دفاع وزير لويد ایسټن د جولای پر ۳۱مه، د فيليپاين د دورې په مهال خبریالانو ته وويل چې د دې تازه پېښې په اړه ډېر معلومات نه لري. د امریکې بهرنيوو چارو وزیر اينتني بلېنکن بیا په سینګاپور کې خبریالانو ته وویل چې امريکا نه د هنیه د وژنې په اړه خبر لري او نه پکې دخيله ده نو ځکه دا نه شي اټکلولی چې په سیمه به یې اغیز څه وي. خو زیاته یې کړه چې بیا به هم کوښښ کوي چې د اسراييل او حماس ترمنځ‌ اوربند وشي.

ګڼو هېوادونو د هنيه وژنه غندلې ده. د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې د هنیې د وژنې د غندنې تر څنګ ويلي چې دا يو غیرذمه دارانه کار دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د پاکستان حکومت ماورای عدالت قتلونه غندي.

د ایران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خمينايي دفتر ويلي‌ چې نوموړي د هنيه د وژنې د غچ اخیستو هوډ ښودلی دی. هغه په يو بیان کې زیاته کړې: "هنيه زموږ مېلمه وو. د اسلامي جمهوريت [ایران] د سرحدونو دننه د شوې دې خفه کوونکې پېښې وروسته دا زموږ دنده ده چې غچ واخلو."

د قطر حکومت په‌ يوه خبرپاڼه کې د هينه وژنې يو کرغيړن جرم بللی او دا کار یې له نړیوالو قوانينو سرغړونه ګڼلې. روسیې ويلي چې "دا د نه منلو وړ، سیاسي وژنه ده". ۶۲ کلن اسماعيل هنيه په قطر کې مېشته وو. د راپورونو ترمخه، هغه جنازه به په دوحه کې خاورو ته سپارل کېږي.

ترکیې زیاته کړې چې "دا کار به په غزه کې د اسراييلو او حماس ترمنځ جګړه نوره وغځوي". د فلسطین خبری اژانس، وفا، د فلسطیني مشر محمود عباس له خولې ويلي چې د هنيه وژنه غندي. هغه زیاته کړه چې "دا په روانو حالاتو کې يو خطرناکه پرمختګ دی". په افغانستان کې د طالبانو حکومت په يوه خبرپاڼه کې د فلسطینيانو سره غمرازي کړي او د هنيه وژنه یې غندلې ده.

د یادونې ده چې د اپريل په نهمه، حماس ويلي‌ وو چې اسراييلو د غزې د جګړې په مهال په بمبارۍ کې د اسماعیل هنيه درې زامن وژلي دي. هنيه تر دغو وژنو وروسته په يو بیان کې وويل چې "مبارزه یې په افرادو نه بلکې په هوډ ولاړه ده". اسراييلو د هنیه د زامنو د وژل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د هنيه وژنه او د غزې جګړه

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې پراخه پوځي عملياتو ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په هغه جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۹۰۰۰ اوښتی دی چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. د جګړې پر مهال له ۸۵۰۰۰ زيات فلسطينيان ژوبل شوي هم دي.

اسراييل د دې جګړې په مهال، د حماس پوځي مشران په نښه کړي دي. د جولای پر ۲۳مه، يو اسرایيلي چارواکي تاييد کړه چې د غزې پر جنوبي ښار خان يونس کې د دې ډلې پوځي برخې مشر محمد دایف په بمبارۍ کې وواژه.

اسماعيل هنیه په تهران کې د جولای پر ۳۰مه، د ایران له "ستر مذهبي مشر" ایت‌الله علي خامنه‌یي او نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره د هغه د لوړې د مراسمو په درشل کې په تهران کې لیدلي وو. پزشکیان په‌دې لیدنه کې هغه ته ویلي وو چې له حماس څخه د ایران ملاتړ به تر دې وروسته لا ډېر شي.

XS
SM
MD
LG