د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار او حکومتي ویاند محمد علي سيف وايي، حکومت به ژر اسمبلۍ ته د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې کړي.
نوموړي د نومبر پر دویمه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت هڅه کوي خبریالان له هر ډول خطرونو وژغوري. "د جرنلېسټ پروټېکشن ایکټ (د خبریالانو خونديتوب قانون) په نوم [یوه مسوده] به ژر له اسمبلۍ څخه پاس (منظوره) شي. هغه مسایل او خطرونه چې خبریالان ورسره د خپل کار په جریان کې مخامخ دي، د حل لپاره به یې اقدامات وشي."
محمد علي سيف اسمبلۍ ته د خبریالانو د تحفظ لپاره د بېل وړاندې کولو نېټه و نه ښووله، خو زیاته یې کړه چې حکومت د خبریالانو لپاره د تربيې پروګرامونه هم په پام کې لري.
د نومبر دویمه د "خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت ختمولو نړیواله ورځ" وه چې د ملګرو ملتونو ټاکلې ده چې موخه یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جرمونو په اړه پوهاوی او دا څرګندول دي چې هغه ډول جرمونه باید له پامه و نه غورځول شي او پکې ککړ کسان ونیول او عدالت ته وړاندې شي.
هغه ورځ په ټوله نړۍ کې د هغو خبریالانو د ملاتړ لپاره لمانځل کېږي چې د واقعیتونو د خپرولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکوونکی یو ناحکومتي سازمان "فریډم نېټورک" په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان ۲۰۲۴ز کال په پاکستان کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.
د سازمان مشر اقبال خټک د نومبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د وفاقي حکومت ترڅنګ صوبايي حکومتونه هم باید د خبریالانو د تحفظ لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبریالانو د خوندیتوب یو قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت مکلف دی چې د یوه فرد یا ادارې له خوا د یوه خبریال یا د رسنۍ د کوم کارکوونکي د هر ډول ځورونې، تشدد او له هغه څخه د ناوړه ګټه اخیستنې پرضد ګامونه پورته کړي.
پاکستان په ۲۰۲۴ز کال کې د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د رسنیو ازادۍ پر پیمانه پر ۱۵۲م مقام یا ځای دی. دا درجه بندي په ۱۸۰ هېوادونو کې د مطبوعاتي ازادۍ وضعیت ارزوي، چې له مخې یې پاکستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کارکوونکي تنظیمونه وایي چې په هغه هېواد کې خبریالان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي، ګواښونو، او ځورونو سره مخامخ دي چې د هغوی خوندیتوب او د بیان ازادي تر اغېز لاندې راولي.
فریډیم نېټورک ویلي دي چې په تېر یو کال پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.
خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.