د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان: تحریک انصاف د نویو انتخاباتو لپاره د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتولو ته تیار دی


مولانا فضل الرحمان (په منځ کې) یوې خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
مولانا فضل الرحمان (په منځ کې) یوې خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر دعوه کړې چې تحریک انصاف د نویو انتخاباتو لپاره د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتولو ته تیار دی.

مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال له تحریک انصاف (پي ټي ای) سره د مذاکراتو لپاره د سېنېټر کامران مرتضا په مشرۍ کې يوه پینځه کسيزه کمېټي اعلان کړه.

هغه وویل چې کمېټي به له پي ټی ای سره تر سلا مشورې وروسته د راتلونکې لپاره تګلاره ټاکي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې دعوه وکړه چې تحریک انصاف تیار شوی دی چې په هېواد کې د نویو ټاکنو لپاره د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ماته کړي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې دا يو ښه ګام دی او دی يې هرکلی کوي.

خو د پي ټي ای مشر ګوهر علي خان د جولای پر۲۰مه جيو نيوز ټېلېوېژن ته وویل چې ګوند يې له جمعیت علمای اسلام (ف) سره له اسمبليو څخه د استعفا ورکولو او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د ماتولو په اړه کومه سلا مشوره نه ده کړې.

په پاکستان کې د روان کال د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات وشول چې پکې د قامي اسمبلۍ او څلورو صوبايي اسمبلۍ غړي منتخب شول.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاتې څوکۍ وګټلې او حکومت یې جوړ کړ.

خو ډېریو ګوندونو تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې ټګي شوې. دوی دعوه کوي چې امنیتي ادارې یا اېسټیبلېشمنټ، پخواني لنډمهالي حکومت او انتخاباتي کمېشن د مسلم لیګ (ن) په ګټه درغلي کړې ده.

د پاکستان پوځ تر انتخاباتو څه موده وروسته وویل چې د ټاکنو پر ورځ یې یوازې د امنیت ساتلو دنده لرله. پوځ دا ټینګار هم کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاس نه وهي.

اخوا پخواني لنډمهالي حکومت او انتخاباتي کمېشن هم په بیا بیا ویلي چې د فبرورۍ اتمې انتخابات په "بشپړ ډول راڼه، بې پرې او عادلانه" ول.

XS
SM
MD
LG