د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن نقوي: رسنۍ د عزم استحکام عملیاتو پیلېدو په اړه "ناسم خبرونه" خپروي


محسن نقوي ويلي چې "عزم استحکام" په نوم عملیات به هدفي وي - پخوانی انځور
محسن نقوي ويلي چې "عزم استحکام" په نوم عملیات به هدفي وي - پخوانی انځور

د پاکستان د کورنيو چارو وزير دعوه کړې چې رسنۍ د حکومت له خوا د "عزم استحکام" په نامه د اعلان شویو عملیاتو په اړه "ناسم خبرونه" خپروري.

محسن نقوی د جولای پر ۱۱مه نېټه په اسلام اباد کې د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ غونډې ته وويل چې عمليات لا نه دې پيل شوي خو په ادعا یې چې رسنۍ یې وار له مخه د پیلېدو په اړه "ناسم خبرونه" خپروي، البته هغه د دې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې نه کړل.

هغه وویل، د امنيت ساتل د صوبو ذمه واري ده، هغوی په خپل دې کار کې ازاد دي او د کورنيو چارو وزارت دنده د پولو ساتنه او هدفي عمليات کول دي.

د غونډې مشري سېنېټر فيصل رحمان وکړه چې پکې د امنيتي ځواکونو لوړپوړو چارواکو هم ګډون وکړ.

ایا احتجاجونه به حکومت مجبوره کړي چې عزم استحکام عملیات ونه کړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:12 0:00

محسن نقوي د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې له ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د روغې جوړې خبرو اترو ته په اشاره وويل چې حکومت د وسلوالو طالبانو ځينې زندانيان په دې هیله خوشې کړل چې د هغوی برخورد به سم شي نو د ده په وینا، دا اټکل یې ناسم وخوت. "دوی (وسلوالو) د ۱۵ او ۲۰ کسانو ډلې جوړې کړې او ترهګر فعاليتونه يې پيل کړل. موږ د تحريک طالبان پاکستان غړي له زندانونو خوشې کړل خو ځينې کسان" یې په ۲۰۲۱ز کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له واکمنېدو سره د هغه هېواد "له زندانونو څخه هم ازاد شول."

د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ مذاکرات د ۲۰۲۱ز کال په پای کې پيل شول چې په لومړي سر کې پټ ساتل شوي ول، خو وروسته هغه مهال په ډاګه شول چې د پاکستان پخواني حکومت کابل ته يوه ۵۰ کسيزه جرګه ولېږدوله.

هغه مذاکرات په کابل کې د طالبانو حکومت په مينځګړتوب پرمخ تلل، او د ۲۰۲۲ز کال په جون مياشت کې تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد د خبرو د وروستي پړاو پر مهال تر نامعلومې مودې پورې د اوربند غځولو اعلان وکړ.

وروسته ټي ټي پي د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند په ماتولو خپلو وسلوالو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر وکړ. له هغه وخت راهیسې ټي ټي پي په پاکستان کې د یوشمېر لویو بریدونو ذمه واري منلې ده.

نقوي د سېنېټ د کورنیو چارو کمېټۍ ته وويل چې د "عزم استحکام" په نوم عملیات د ترهګرۍ ضد ملي تګلارې (نيشنل ایکشن پلان) برخه دي چې له مخې به يې په يوه ځانګړې سيمه کې عمليات نه کېږي بلکې په ټول هېواد کې به د استخباراتي راپورونو پر اساس اقدامات کېږي.

په ۲۰۱۴ز کال کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د وسلوالو تر حملې وروسته د هغه وخت حکومت د ترهګرۍ د ختمولو لپاره نيشنل ایکشن پلان جوړ کړی وو چې له مخې یې د هېواد پر کچ د "رد الفساد" په نوم د عملیاتو ترڅنګ په پوځي عدالتونو کې د په ترهګرۍ کې د ککړو کسانو پرضد مقدمې پیل شوې. هغو عدالتونو وروسته يوشمېر خلکو ته سزاګانې هم اورولې وې.

د کميټۍ نورو غړو سيف الله ابړو، ثمينه زهري او عرفان صديقي هم خبرې وکړې او په هېواد کې یې د عامه نظم او امنيت پر ستونزو خواشيني وښووله.

دوی د بېلا بېلو پېښو يادونه وکړه او و یې ویل چې په بریدونو کې ډاکټران، خبریالان او سياستوالان وژل کېږي خو په خبره يې، وژونکي یې نه سزا کېږي.

د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

داراز، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات مهم بللي دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG