د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې د مې نهمې په تاوتریخوالي کې د ککړو کسانو پرضد د پوځي قانون (ارمي ایکټ) او د پټو معلوماتو د افشا کولو مجازاتو قانون (افېشل سیکرټس ایکټ) له مخې د مقدمو جوړولو لپاره کاروايي پیل شوې ده.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر ۲۰مه په بیان کې وویل، منیر په لاهور کې د جناح کور (جناح هاوس) په نوم هغې ودانۍ ته ورغی چې پکې د لاهور کور کمانډر اوسي او د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته ورباندې مظاهرچیانو برید کړی وو.
د پوځ مشر تر دې وروسته د لاهور د قول اردو په مرکزي دفتر (کور هېډکوارټرز) کې افسرانو ته په وینا کې وویل چې د مې نهمې د پېښو د "پلان جوړوونکو، سهولتکارانو او نورو مشکوکو کسانو" پرضد د مقدمو دایرولو قانوني عمل پیل شوی دی.
بیان وايي، جنرال منیر ټینګار وکړ چې پوځ د ولس په ملاتړ ځواکمن وي او د دواړو ترمینځ د واټنونو زېږول "د ریاست خلاف کار دی" چې په "هېڅ صورت یې نه زغمي."
د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تر دې مخکې هم ویلي ول چې د مې نهمې په قهرجنو مظاهرو کې ککړ کسان به "هرومرو د قانون منګولو ته سپاري."
نوموړي د مې پر ۱۷مه د پنجاب په سیالکوټ چاوڼۍ کې وویل، "هېڅوک" د وژل شویو سرتېرو "د یادګارونو بې احترامۍ ته نه پرېږدي."
دا په داسې حال کې ده چې پوځ د مې پر ۱۵مه د مظاهرو پرمهال پوځي تاسیساتو ته د زیان رسولو په غبرګون کې د ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم د کاروایۍ کولو اعلان کړی وو.
پاکستان کې مظاهرې او حکومتي اقدامات
د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل شول او پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو ته زیان واوښت.
پوليسو د تحريک انصاف د یوشمېر مشرانو په ګډون په مظاهرو او بلوو کې ګډون کوونکي سلګونه کسان نيولي او د يوشمېر نورو د نيولو لپاره يې عمليات دوام لري.
د پاکستان حکومت د مې نهمې ته د "تورې ورځې" نوم ورکړی دی او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کېږي.
عمران خان وايي، پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.
د عمران خان دریځ
د تحریک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۲۰مه په لاهور کې خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې د مې نهمې پېښې د خپل ګوند پرضد "یو منظم سازش" وبللې او دعوه یې وکړه چې اوسمهال پر "عدلیې فشار دی چې تحریک انصاف ته اسانتیا ور نه کړي."
ده د چا نوم وانخیست او زیاته یې کړه چې د قهرجنو مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یې د ګوند ۲۵ بې وسلې پلویان وژل شوي دي.
نوموړي د خپلو دعوو د ثابتولو لپاره شواهد وړاندې نه کړل.
عمران خان زیاته کړه چې په سپریم کورټ کې یې مشر قاضي ته په سپینه ویلي ول چې په سختو ټکو کې د مې نهمې پېښې غندي.
د عمران خان خان پرضد قضیه او عدالتي اقدامات
د پاکستان سپریم کورټ د مې پر ۱۱مه د احتساب ملي ادارې (نیب) له لوري د خان د ګرفتارۍ طریقه ناسمه وبلله او سمدستي یې د هغه د خوشې کولو امر وکړ.
تر دې یوه ورځ وروسته اسلام اباد های کورټ نوموړي ته د القادر ټرسټ درغلۍ په قضیه کې د دوو اوونیو ضمانت ورکړ او په نورو ټولو قضیو کې یې د هغه د نه ګرفتارولو امر وکړ.
په هغه قضیه کې راغلي چې کله د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د پاکستان یوه لوی کاروباري ملک ریاض حسین د برتانیا د جرمونو له ملي ادارې سره د ۱۹۰ مېلیونه پاونډه جوړجاړی وکړ او هغه پیسې یې د پاکستان سپریم کورټ ته واستولې، نو تر هغې وروسته نوموړي القادر بنسټ ته د پوهنتون جوړولو لپاره د پنجاب له جهلم سره نېږدې سلګونه کناله ځمکه ورکړه او د ټولو لګښتونو پرې کولو اعلان یې وکړ.
عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او د هغې ملګرې فرح خان د القادر ټرسټ غړي دي. ملک ریاض لا د قضیې په اړه څه نه دي ویلي خو عمران خان پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.