د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، د ۲۰۲۴م کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې په استخباراتي عملیاتو کې ۳۴۱ وسله وال وژل شوي دي.
د ډیسمبر په ۱۳ مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د مجلس وحدت المسلیمین د غړي حمید حسین د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت لخوا وړاندې کړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې له جنورۍ تر اکتوبره د استخباراتي معلوماتو پر اساس ټول ۲۸۰۱ عملیات ترسره شوي دي.
وزارت وايي چې "د دې عملیاتو په پایله کې ۳۴۱ وسله وال له مینځه وړل شوي دي."
وزارت زیاته کړې چې د روان کال په لسو میاشتو کې یې په زینبیون بریګیډ، مجید بریګیډ، حافظ ګل بهادر ګروپ او پښتون تحفظ مومنټ بندیزونه عملي کړیدي چې ورسره د دوی په وینا، "د عیرقانوني ډلو شمیر ۸۲ ته رسیدلی دی."
په پاکستان کې د ناامنۍ د مخ پر زیاتیدونکيو پیښو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وزارت ویلي چې له جنورۍ تر اکتوبره ۱۵۶۶ ترهګر بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې ټولټال ۹۲۴ کسان وژل شوي او ۲۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د دوی په خبره، په دې کې ۹۴۸ بریدونه په خیبر پښتونخوا، ۵۳۲ په بلوچستان، ۲۴ په سیند، ۱۰ په پنجاب او دوه په اسلام اباد کې شوي دي.
تر دې له مخه د دسمبر په پیل کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې په خپل رپورټ کې ویلي وو چې په نومبر میاشت کې د ترهګرۍ په پېښو کې له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د رپورټ ترمخه په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
راپور زیاته کړې وه چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیاته اغېزمنه سیمه ده چې نومبر د روان کال یوه له خونړیو میاشتو څخه وه.
په دې میاشت کې ټول ۲۴۵ کسان وژل شوي، چې پکې ۵۰ عام وګړي، ۱۲۷ وسلوال او ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور، د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د پیاوړي کولو لپاره د یو میلیارد روپیو ځانګړي کولو اعلان کړی وو.
هغه ویلي وو، "موږ له داسې دښمن سره مخ یو چې پرمختللې وسلې او وسایل لري. موږ باید د دې لپاره ښه تیاری ولرو."
د دې ترڅنګ، وزیر اعظم شهباز شریف هم د ملي دفاع پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې له بده مرغه، ترهګري یو ځل بیا راپورته کېږي او موږ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د خونړیو پېښو شاهدان یو.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان وسلوال ځواکونه په زړورتیا سره د دې ګواښونو پر وړاندې جګړه کوي، خو هېواد په دې جګړه کې ۱۳۰ میلیارده ډالر زیان لیدلی دی.
راپور کې دا هم راغلي چې بلوچستان د خیبر پښتونخوا نه وروسته دویمه ډېره ځپل شوې سیمه ده. شنونکي خبرداری ورکوي چې که امنیتي تګلارې سمې نه شي، نو د ترهګرۍ پېښې لا زیاتېدای شي.