د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت نن قامي اسمبلۍ ته د بجټ مسوده وړاندې کوي


د قامي اسمبلۍ د غونډې یو پخوانی انځور.
د قامي اسمبلۍ د غونډې یو پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د پاکستان اېتلافي حکومت د هغه هېواد قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال بودیجه وړاندې کړي.

حکومت د جون پر ۱۱مه پر اېکس، پخواني ټوېټر، په اعلامیه کې ویلي دي چې د ماليې وزیر محمد اورنګزېب د ۲۰۲۳-۲۴ز مالي کال اقتصادي سروې راپور وزیراعظم ته وړاندې کړی دی.

د خزانې وزیر تر دې وروسته هغه رپورټ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وړاندې کړ چې له مخې یې حکومت د سخت اقتصادي او مالي وضعیت له وجې په ختمېدونکي مالي کال کې ډېری اهداف نه دي ترلاسه کړي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي حکومت عموماً په جون یا کله نا کله په مې میاشت کې قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي. تر هغې وروسته صوبايي حکومتونه هم د نوي مالي کال بودیجې اسمبلیو ته وړاندې کوي.

البته سږ کال د خیبر پښتونخوا حکومت د مې پر ۲۴مه، تر وفاق مخکې د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال بودیجه صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه.

د قامي اسمبلۍ دفتر د جون پر ۱۱مه پر اېکس په بیان کې اجنډا خپره کړې ده چې له مخې یې غونډه د جون ۱۲مې پر مازیګر پیلېږي چې پکې به محمد اورنګزېب د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال بودیجې مسوده وړاندې کړي.

د اقتصادي سروې راپور له مخې له کرنې پرته د پاکستان د اقتصاد نورو څانګو وده نه ده کړې.

محمد اورنګزېب خبري غونډې ته وویل چې په ختمېدونکي مالي کال کې کرنې یا زراعت ۶.۲۶ فیصده وده کړې ده، د مالیې یا ټیکسونو د غونډولو کچ بهتر شوی دی او په دې ډول ټول حکومتي عایدات (ګټه) ۴۱ فیصده لوړه شوې ده.

نوموړي دعوه وکړه چې په هېواد کې سړي سر ګټه لوړه شوې او د شیانو بیې هم له ۴۸ سلنه څخه ۱۱ سلنه ته کمې شوې دي.

د اقتصادي سروې راپور له مخې د پاکستان اقتصاد په ختمېدونکي کال کې په ټولیز ډول ۲.۳۸ سلنه وده کړې ده.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.

XS
SM
MD
LG