د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۶ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


په شمالي وزیرستان کې یو پوځي له ډېورنډ کرښې سره پهره کوي - انځور له ارشیفه.
په شمالي وزیرستان کې یو پوځي له ډېورنډ کرښې سره پهره کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د نښتې پر مهال د ۱۶ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۳مه په بیان کې ویلي چې وسلوالو د مارچ ۲۲مې او ۲۳مې ترمینځ شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له افغانستانه د شمالي وزیرستان غلام خان کلي ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

بیان وايي، په سیمه کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ "سخته نښته" وشوه چې پکې "۱۶ خوارج" ووژل شول.

د پاکستان پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې لا د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو یې هم په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

ای اېس پي ار په بیان کې ویلي دي چې اسلام اباد په بیا بیا د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې پر پوله دې امنیت باوري کړي او پاکستان ته دې د وسلوالو د اوښتو مخنیوی وکړي.

د طالبانو حکومت لا د پوځ تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

پاکستان په وروستیو کې په بلوچستان کې پر یو مساپر لېږدوونکي اورګاډي د بېلتونپالې بلوچ لېبرېش ارمي (بي اېل اې) ډلې تر خونړي برید وروسته هم دعوه کړې وه چې وسلوالې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او هلته پر پاکستان بریدونه تنظیموي.

د دې په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل چې پاکستان دې د "غیر مسوولانه" تورونو پورې کولو پر ځای "خپل امنيت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام واړوي."

بلخي د مارچ پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې په افغانستان کې د "هېڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي" وجود نه لري او د طالبانو له حکومت سره هېڅ اړیکي نه لري.

څو ورځې وروسته بي اېل اې هم وویل چې په افغانستان کې هېڅ پټځایونه نه لري. هغې وسلوالې ډلې د مارچ پر ۱۹مه رسنیو ته په استولي بیان کې وویل چې په بلوچستان کې فعاله ده او دا چې بهرنۍ مرستې ته هم اړتیا نه لري.

ایا د پاکستان پوځ بیا د عملياتو تیاری کوي؟ بریالي به شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:00 0:00

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ تر دې مخکې د مارچ پر ۲۰مه په ډېره اسماعیل خان کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو" کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

ای اېس پي ار هغه مهال ویلي ول چې په عملیاتو کې یې یو پوځي افسر هم ووژل شو.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي او بي اېل اې په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG