د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په مومندو او ډېره اسماعيل خان کې د نهو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې( ای ایس پي ار ) د مارچ پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا عمليات يې د مارچ پر ۱۴مه او ۱۵مه کړي دي.
بيان زياتوي چې ملېشه ځواک د مومندو په بايزو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل او هلته یې اووه مشکوک وسلوال ووژل. د بيان له مخې، له وسلوالو سره د نښتې پر مهال دوه سرتېري هم ووژل شول.
ای اېس پي ار پرمخ ليکي چې بلخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پوځي عملياتو پر مهال دوه مشکوک وسلوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په هغه پېښه کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پاکستان څېړنیزې ادارې وايي، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ناامني په بېساري ډول زیاته شوې ده. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپالانو په ګډون بېلابېلې وسلوالې ډلې فعالې دي چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې یې په حملو کې ګڼ پولیس، پوځیان او امنیتي سرتېري وژلي دي.
خو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پوخ هوډ لري او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر لومړۍ په بیان کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر له خولې ویلي دي چې د وسلوالو ځپلو ته ژمن دی.
د دې سیمو خلکو په وار وار د احتجاجونو پر مهال تور پورې کړی چې پوځ د دې عملیاتو پرمهال عام ولس په نخښه کوي خو پوځ دا تور ردوي.