د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په ټانک کې د ۴ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده


پوځ وايي په ټانک کې یې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه.
پوځ وايي په ټانک کې یې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په عملیاتو کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۷مه په ټانک کې د وسلوالو د موجودګۍ خبر ترلاسه کړی وو او چې د عملیاتو لپاره ورغلل نو هلته یې له هغوی سره "سخته نښته" وشوه.

پوځ دا نه دي ویلي چې نښته د ټانک په کومه برخه کې شوې خو وايي چې په عملیاتو کې یې وسله او چوونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

پوځ تور پورې کړی چې وژل شوي مشکوک وسلوال پر امنیتي ځواکونو په بریدونو، تښتونو او هدفي وژنو کې ککړ ول.

د پاکستان پوځ په بیان کې هغه مشکوک وسلوال د "فتنه خوارج" ډلې د غړو په نوم یاد کړي دي خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کوي. پوځ تر دې مخکې د جولای پر ۲۶مه هم په بیان کې په ټانک کې د رازق په نوم د یو مشکو وسلوال د وژنې دعوه کړې وه.

داراز، پوځ د روان کال د مې پر ۲۷مه هم په ټانک کې په عملياتو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی وو.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، لکي مروت، ټانک او بنو کې وسلوال بريدونه او د ناامني پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG