د لاسرسي ځای

تازه خبر

صدیقي: د پاکستان د دیني زده کړو ریاست تر ۱۷،۰۰۰ زیاتې مدرسې رجسټر کړې دي


د کراچۍ په بنوریه مدرسه کې زده کوونکي امتحان ورکوي - پخوانی انځور.
د کراچۍ په بنوریه مدرسه کې زده کوونکي امتحان ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د تعلیم او مسلکي روزنې وفاقي وزیر وايي چې په پاکستان کې د دیني زده کړو له ریاست سره ۱۷،۷۳۸ دیني مدرسې رجسټر شوې دي.

خالد مقبول صدیقي د اکتوبر پر ۲۵مه سېنېټ ته په یو لیکلي ځواب کې ویلي چې د دیني زده کړو تعلیم عمومي ریاست په وفاقي کچه د دیني مدرسو د رجسټرولو یوازینۍ اداره ده.

نوموړي ویلي چې هغه ریاست د ۵۹۸ مدرسو لپاره ۱،۱۹۶ استادان ګومارلي دي او د راجسټر مدرسو ۱۵۰،۰۰۰ زده کوونکو ته یې د جدیدو علومو نصابي کتابونه ورکړي دي.

حکومت د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د دیني زده کړو عمومي ریاست جوړ کړی چې د مدرسو رجسټرولو، انتظام، او د تعلیمي چارو د سمبالښت چارې پر مخ وړي.

حکومت هڅه کوي چې د هغه ریاست له لارې دیني مدرسې په رسمي تعلیمي نظام کې شاملې کړي، ورته نصابي کتابونه هم ورکړي او زده کوونکي عصري زده کړو ته هم لاسرسی ولري. هغه ریاست ۱۶ سیمه ییز دفترونه لري.

خو په پاکستان کې د نارجسټره مدرسو شمېر تر دې ډېر لوړ دی. د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په مدرسو کې د اصلاحاتو او د رجسټرولو خبره کړې وه چې د مذهبي ډلو او ګوندونو له سختو نیوکو سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG