د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په برید او نښته کې یو سیاسي فعال ژوبل شوی، ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي


د پاکستان پوځ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې په شمالي وزیرستان کې عملیات کوي - انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځ له شاوخوا یوې لسیزې راهیسې په شمالي وزیرستان کې عملیات کوي - انځور له ارشیفه

په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند یو غړی وژل شوی او پوځ وايي چې په عملیاتو کې یې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

په میرلي کې د اېن ډي اېم یو مشر اعظم خان د اګست پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې خالد داوړ د اګست پر ۱۶مه په وسلوال برید کې "سخت ژوبل" شو چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي له پولیسو څخه د پېښې د پلټنو او د سیاسي فعالانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د ميرلي تاڼې پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې بريدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي خو دوی پلټنې پيل کړي دي.

پر داوړ د حملې ذمه واري چا نه ده منلې خو په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې یو بل سیاسي فعال هم وژل شوی وو.

چارواکي وايي، وسلوالو د اګست پر ۱۴مه د شمالي وزیرستان په رزمک کې د تحریک انصاف غړی ګلدراز خان وواژه. د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

په همدې حال کې پوځ ادعا کوي چې په شمالي وزيرستان کې يې دوه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پوځ عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۶مه په بيان کې ويلي چې د پټو معلوماتو پر اساس يې د اګست د ۱۴مې او ۱۵مې ترمینځ شپې مهال په رزمک کې عمليات کول چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښته وشوه چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.

د ای اېس پي ار په وينا، وژل شوي وسلوال پر امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو په هدفي بریدونو کې ککړ ول.

په میرامشا کې یو پوځي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي وسلوال د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي ول خو هغې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویل او خپلواکه سرچينو هم لا د پوځ د دعوې تصدیق نه دی کړی.

په شمالي وزیرستان کې ناامني پر داسې مهال زیاته شوې ده چې له تېرو یوشمېر اوونیو راهیسې په رزمک کې د اتمانزیو جرګه روانه ده چې

پوځ دا بيان په داسې حال کې ورکړی چې د شمالي وزیرستان په رزمک کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د ټولو اتمانزیو، وزیرو او داوړو جرګه روانه ده چې په سیمه کې د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.

خو دا یوازې شمالي وزیرستان نه دی بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې هم په تېرو اوونیو کې بریدونه زیات شوي دي.

د اګست پر ۱۴مه په بر جنوبي وزیرستان کې د سړک تر غاړې د ښخ بم په برید کې پینځه امنیتي سرتېري ژوبل شول. ټي ټي پي د اېف سي ځواک پر سرتېرو د برید مسوولیت قبول کړ.

د اګست پر ۱۴مه نیمه شپه په کورمه کې د ملېشې ځواک پر پوستې په برید کې دوه سرتېري ووژل او یو ژوبل شو خو د هغې حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د پاکستان پولیس، پوځ او حکومتي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د اګست پر ۱۲مه شپې مهال د باجوړ په چارمنګ کې په عملیاتو کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د یوه د ګرفتارۍ خبر ورکړ.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG