د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم په بېلابېلو ښارونو کې د "عزم استحکام" عملیاتو ضد مظاهرې کړې دي


په کراچۍ کې د پي ټي اېم پلویان د عزم استحکام پرضد د مظاهرې پر مهال - د جولای اوومې انځور.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم پلویان د عزم استحکام پرضد د مظاهرې پر مهال - د جولای اوومې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د حکومت له خوا د ترهګرۍ پرضد د اعلان شویو عملیاتو ضد مظاهرې کړې دي.

د غورځنګ مشرانو، غړو او پلویانو د جولای پر اوومه د اسلام اباد په ګډون د خیبر پښتونخوا په پېښور، د جنوبي وزیرستان په واڼه او سره روغه، ډېره اسماعیل خان، ټانک، د بلوچستان په کوټه او ژوب او د سیند په کراچۍ کې احتجاجونه وکړل.

د غورځنګ مشر منظور پښتین د جولای پر درېیمه په باجوړ کې په بمي چاودنه کې د پخواني سېنېټر هدایت الله په ګډون د پینځو کسانو تر وژنې وروسته په بیان کې ویلي ول چې د جولای پر اوومه د مظاهرو اعلان کړی وو.

په اسلام اباد کې د غورځنګ یو مخکښ کامران خان د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د مظاهرو موخه د ناامنۍ او د عزم استحکام عملیاتو پر ضد اواز اوچتول دي.

ده اندېښنه وښوده چې نوي عملیات ښايي د پښتنو سيمې له یو بل جنګ سره مخامخ کړي.

د غورځنګ مخکښه مشرانو او غړو د جولای پر اوومه مظاهرو ته په ویناګانو کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت وکړ او و یې ویل چې د عملیاتو له وجې ولسي خلک مشکلات او زیانونه ګالي.

د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

تر هغې وروسته اکثرو حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. د عملیاتو د اعلان پر ضد په پېښور، سوات، خیبر، اورکزیو، وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې احتجاجونه شوي دي.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په یو بیان کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

داراز، د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات مهم بللي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) د جولای پر پینځمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د عزم استحکام په نوم عمليات د تلپاتې ثبات او معاشي خوشالۍ لپاره اړین دي.

پوځ په بیان کې پر عملیاتو نیوکې بې جوازه بللې دي او ورباندې یې اندېښنه ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG