د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راجګل کډوال وايي د پاکستان جوړېدو ورځ د "تورې ورځې" په توګه لمانځي


د راجګل کډوالو په ۲۰۲۰ز کال کې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره په جمرود کې پرلت وهلی وو.
د راجګل کډوالو په ۲۰۲۰ز کال کې خپلو سیمو ته د ستنېدو لپاره په جمرود کې پرلت وهلی وو.

د خیبر د تیرا له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو پر مهال بې کوره شویو خلکو اعلان کړی دی چې د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو ورځ به د "تورې ورځې" په توګه تېروي.

په جمرود کې دېره هغو کډوالو د اګست پر ۱۰مه په احتجاج کې وویل چې د دې پرېکړې لامل دا دی چې پوځ او حکومت یې خپلو کلیو او کورونو ته ستنېدو ته نه پرېږدي.

د کډوالو مشر ملک نصیر کوکيخېل د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې کم شمېر بې کوره خلک خپلو کلیو ته ستانه شوي، او په زرګونو نور پاتې دي.

ده وویل چې ریاست یې خپلې سیمې ته ستنېدو ته په نه پرېښودو ورسره "ظلم" کوي. "اوس چې ما خپل وطن ته نه پرېږدي نو زه اخري حد ته رسم. یوم سیاه (توره ورځ) به د اګست پر ۱۴مه لمانځو."

د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شوې.

د خیبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثنا الله خان د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د راجګل کډوالو له کمېټۍ سره په رابطه کې دی او غوښتنې یې له اړوندو ادارو سره شریکوي.

په ۲۰۱۳ز کال کې په راجګل کې د عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د کډوالو کمېټي وايي چې حکومت په ۲۰۲۲ز او ۲۰۲۳ز کلونو کې تر احتجاجونو وروسته درې برخې کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړه او سلګونه کورنۍ اوس هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

امنیتي چارواکو په وروستیو کې ویلي ول چې په راجګل دره کې لا هم امنیتي وضعیت ښه نه دی او سرتېري یې له وسلوالو څخه د پاکولو هڅه کوي.

تیرا له پېښوره شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لیرې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره پوله لرونکې غرییزه سیمه ده چې لوی ځنګلونه لري او ځینې څنډې یې له کورمې او اورکزیو سره هم لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG