د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي په "وروستي ځل" له ای اېم اېفه پور اخلي


شهباز شریف وویل چې حکومت یې له ای اېم اېف سره په خبرو بوخت دی - پخوانی انځور.
شهباز شریف وویل چې حکومت یې له ای اېم اېف سره په خبرو بوخت دی - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم ويلي چې حکومت يې د "وروستی ځل" لپاره د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور اخلي.

شهباز شریف د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای اېم اېف سره په مذاکراتو بوخت دی.

هغه وویل دا به د "پاکستان په تاریخ" کې د پور "وروستی پروګرام" وي.

نوموړي په خپله وينا کې اعلان وکړ چې ځینې هغه وزارتونه او ادارې به ختموي چې د ده په وینا، ملي خزانې ته د ګټې پر ځای په اربونو روپیو تاوان رسوي.

هغه په دې اړه يوازې د پاکستان د عامه کارونو ادارې (پبلک ورکس ډېپارټمېنټ یا پي ډبلیو ډي) په نوم د ادارې مثال ورکړ چې په وینا یې، د تنخاګانو، مراعاتو او نورو لګښتونو په بڼه هر کال شاوخوا دوه اربه روپۍ وړي.

شریف وویل، "هغه اداره چې د پرمختیايي کارونو لپاره له مختلفو وزارتونو او ادارو کومې پیسې ترلاسه کوي هغه څو سوه اربه روپۍ جوړېږي."

پي ډبلیو ډي په پاکستان کې د وفاقي ځمکو ترلاسه کولو او د هغوی پرمختیا، د ټولو وفاقي حکومتي ودانیو تعمیر، مرمت او ساتلو او په تعمیراتي چارو کې حکومت ته د مشورې ورکولو دندې لري.

شهباز شريف دا اعلان هم وکړ چې د بیجنګ په مرسته ۳۰۰،۰۰۰ کسان د معلوماتي ټېکنالوژۍ (انفرمېشن ټېکنالوجۍ) د روزنې ترلاسه کولو لپاره چين ته لېږدوي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د وفاقي اېتلافي حکومت د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د جون پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال لپاره د ۱۸،۸۷۷ اربه یا مېلیارده (۱۸.۸۷۷ ټرېلیینه) روپیو بودیجه وړاندې کړه.

ده وویل، حکومت د جولای له لومړۍ څخه د پیلېدونکې مالي کال پر مهال د ۱۷،۸۱۵ اربه روپیو د ګټې ترلاسه کولو هدف ږدي. په دې توګه د ۲۰۲۴-۲۵ز کال وړاندې شوی بجټ وار له مخه د ۱،۰۶۲ اربه تاوان یا خساره لري.

خو د خزانې وزیر وویل وفاقي حکومت غواړي چې د مالي اصلاحاتو او په باکفایته او اغېزناکه ډول د لګښتونو له لارې د اقتصادي ثبات او وده باوري کړي.

هغه زیاته کړه چې حکومت د بودیجې په مسوده کې وړاندیز کړی دی چې د مالیې بنسټ باید پراخ شي او داراز، زیاتې پیسې ګټونکي باید لوړه مالیه ورکړي.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.

XS
SM
MD
LG