د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان بریدونه "د منلو وړ نه دي"


شهباز شریف وویل چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي - پخوانی انځور.
شهباز شریف وویل چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم یو ځل بیا تور پورې کړی دی چې "تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره د افغانستان خاوره کاروي."

نوموړي د جولای پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د وفاقي کابینې غونډې پر مهال وویل چې د ټي ټي پي بریدونه "د منلو نه دي."

شریف وویل چې پاکستان د خپلو وګړو "خوندي کولو ته چمتو" دی خو غواړي چې دا مسله په خبرو حل شي. "په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په پاکستان کې د امن په اړه خبرې کول غواړو، مسایل باید د خبرو له لارې حل شي. مخکې مو هم ورسره رابطې وي او اوس هم دي. د پاکستان په ناامنۍ کې د ګاونډيو هېوادونو کردار جوت دی. روانه ترهګري او پکې زیاتوالی د پاکستانيو ځواکونو پر ضد يو سازش دی."

د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه چې هېواد یې "مېليونو افغان کډوالو ته ځای ورکړی دی" او کله یې دا "نه دي ويلي چې هغوی ورباندې "بار (بوج) دي خو د دې کار بدل په دې توګه راکول کېږي چې تحريک طالبان پاکستان دې په پاکستان بریدونه کوي. دا د منلو نه ده."

د طالبانو حکومت لا د پاکستاني وزیراعظم د څرګندونو او دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پټنځایونه نه شته، هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او دا چې د ټي ټي پي وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي او پر پاکستان حملې کوي.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د جولای پر ۲۲مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې دا تور تکرار کړ او و یې ویل چې ټي ټي پي د پاکستان د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي، خو زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه به یې دې کار ته پرې نه ږدي.

مولانا فضل الرحمان وايي وېره لري چې خیبر پښتونخوا د وسلوالو لاس ته لوېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:19:57 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې په افغانستان کې هېڅ "ترهګره ډله" وجود نه لري.

امیر خان متقي د جولای پر ۱۷مه په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت یوې غونډې ته په وینا کې د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو "غرب" یې یاد کړ او پوښتنه یې وکړه چې هغه چې تور پورې کوي چې په افغانستان کې د "القاعده او نورې ډلې موجودې دي"، نو هغوی دا "معلومات" د کوم "مېکانېزم" پر اساس ترلاسه کوي؟

نوموړي وړاندې وویل چې هغه هېوادونه له "مغرضو کړیو" او د "افغانستان د دښمنانو له منابعو معلومات" ترلاسه کوي او بیا یې "مستند معلومات بولي."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د وسلوالو ځالې نه شته. "دا چې دلته د ترورېستانو (ترهګرو) مرکزونه دي، د تنظیمونو مرکزونه دي، دلته د نورو [ډلو مرکزونه] دي، نو دا افغانان یې ولې نه ویني؟ دا ۴۰ مېلیونه انسانان یې ولې نه ویني؟ دا دلته موجود سفارتونه یې ولې نه ویني؟ دا ډېپلوماټان یې ولې نه ویني؟ دا سیاحین (سیلانیان) یې ولې نه ويني؟"

متقي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې وې چې پاکستان د جولای پر ۱۷مه وویل چې د خیبر پښتونخوا د بنو پر چاوڼۍ یې د وسلوال برید پر سر یې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفیر مرستیال ته سخت احتجاج وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې د طالبانو تر کنټرول لاندې یې د افغانستان د سفارت مرستیال وزارت ته ورغوښتی وو او ورته یې سخت احتجاج وکړ.

د پاکستان پوځ د جولای پر ۱۶مه وویل چې په بنو کې د جولای پر ۱۵مه پر چاوڼۍ په حمله کې اته سرتېري ووژل شول.

پوځ وايي چې د برید پر مهال یې په نښته کې ټول ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د "جيش الفرسان محمد" په نوم يوې وسلوالې ډلې د بريد مسووليت منلی وو.

خو د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې "افغانستان مېشتې حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې" پر بنو چاوڼۍ بريد کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي ول چې حافظ ګل بهادر ډله او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کې په "ګڼو ترهګرو بریدونو" کې د "سلګونو ملکي وګړو او د قانون پلي کوونکو ادارو غړو" د وژنې مسوول دي.

په بیان کې د طالبانو پر حکومت د بنو د برید "د بشپړو پلټنو"، پکې د ککړو کسانو پرضد د "سمدستي، قوي او اغېزناکه" اقداماتو او د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د حملو د تکرارېدو د مخنیوي غوښتنې شوې وې.

له پاکستان پرته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټۍ هم روانه میاشت په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) په څېر د وسلوالو ډلو په "خوندي ځای" اوښتی دی.

په رپورټ کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور یادونه هم شوې وه.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه رپورټ رد کړ او و یې ویل چې هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی.

نوموړي د جولای پر ۱۳مه طلوع نیوز ټېلېوېژن ته وویل چې داعش ډله یې "ځپلې" او نورې ډلې لکه "القاعده او ټي‌ ټي‌ پي" چې د امنیت شورا کمېټۍ یې یادونه کړې، په افغانستان کې حضور نه لري.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو او د امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونو او سازمانونو د طالبانو حکومت له القاعدې ډلې سره د "ټینګو اړیکو" په لرلو تورن کړی، خو هغوی دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG