د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان پولیس وايي له شواله د "پوځیانو تر وتلو" وروسته د پولیسو څوکۍ فعاله ده


د پاکستان پوځي ګاډي په واڼه کې ګزمه کوي - پخوانی انځور
د پاکستان پوځي ګاډي په واڼه کې ګزمه کوي - پخوانی انځور

د بر جنوبي وزیرستان د لدا تحصیل د پولیسو مشر ويلي چې له شواله د "پوځ تر وتلو" وروسته د امنیت ساتلو لپاره د پولیسو څوکۍ فعاله ده.

هدایت الله دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۱۱مه تر هغې وروسته مشال راډیو ته کړې چې د شوال یوشمېر خلکو وویل چې د پاکستان پوځ سرتېري له سیمې تللي دي او وېره لري چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال ښايي هلته خپل فعالیتونه زیات کړي.

د سیمې یو اوسېدونکي او مدني فعال شاه فیصل غازي مشال راډیو ته ویلي ول چې د پوځ تر وتلو وروسته ځینې وسله وال وار له مخه هغې غرییزې سیمې ته ورغلي دي.

خو د پولیسو ځايي مشر هدایت الله وايي چې خلک دې د امنیت په اړه نه اندېښمنېږي. "پوځ خو وتلی، هغه خو به د هغوی خپل یو پلان وي خو موږ ورته په شوال کې څوکۍ فعاله کړې ده چې له ۲۵ نیولې تر ۳۰ پورې نفري پکې ده. خلک دې مطمین اوسي، هېڅ مشکل نه شته."

د پاکستان پوځ لا د بر جنوبي وزیرستان له شواله د سرتېرو د وتلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې د پخوانیو قبایلي ضلعو څېړنیز مرکز مشر منصور مسید د ډېسېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې له شواله د پوځیانو وتل ښايي هلته د ټي ټي پي وسلوالو ورتګ ته لاره هواره کړي. دی زیاتوي چې پولیس په یوازې ځان د وسلوالو طالبانو مخه نه شي نیولای.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG