د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیان: حکومت دې وفاقي بجټ کې د ړنګو کورونو لپاره پیسې بېلې کړي


په جنوبي وزيرستان کې په ۲۰۰۹ز کال کې د عملیاتو پر مهال ګڼ کورونه ړنګ شوي ول ـ پخوانی انځور.
په جنوبي وزيرستان کې په ۲۰۰۹ز کال کې د عملیاتو پر مهال ګڼ کورونه ړنګ شوي ول ـ پخوانی انځور.

په جنوبي وزیرستان کې شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې د وسلوالو پر وړاندې د پوځي عملیاتو پر مهال د ړنګو او اغېزمنو شویو کورونو مالکانو له وفاقي حکومتي غوښتي دی چې د راتلونکي مال کال په بجټ (بودیجه) کې دې ورته د تاوان پیسې بېلې کړي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې له وجې یې د هغې ضلعې لسګونه زره اوسېدونکي کډوال شوي ول او په نښتو کې یې کورونه او دوکانونه زیانمن شوي ول.

وفاقي حکومت ژمنه کړې وه چې تر عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو کورونو او دوکانونو تاوان ورکوي او د کرنیزو ځمکو په بیا سمسورولو کې ورسره مرسته کوي.

په پاکستان کې نوی مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او وفاقي حکومت عموماً په جون یا کله نا کله په مې میاشت کې قامي اسمبلۍ ته د راتلونکي مالي کال بودیجه وړاندې کوي. تر هغې وروسته صوبايي حکومتونه هم د نوي مالي کال بودیجې اسمبلیو ته وړاندې کوي.

البته سږ کال د خیبر پښتونخوا حکومت د مې پر ۲۴مه، تر وفاق مخکې د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال بودیجه صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه.

ټاکل شوې چې د پاکستان اېتلافي حکومت د جون پر اوومه قامي اسمبلۍ ته د وفاقي بودیجې قانوني مسوده وړاندې کړي.

د بر جنوبي وزیرستان د بدر سيمې يو ولسي مشر ملک عصمت الله د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې هغه مهال یې کورونه ويجاړ شوي ول خو تر اوسه ورته حکومت تاوان نه دی ورکړی. "صوبايي کلنی بجټ وړاندې شو او وفاقي بجټ به اوس وړاندې کېږي، موږ له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې دا تاوانونه راکړي، موږ غریب خلک يو په ۲۰۰۹-۱۰ز کلونو کې مو کورونه ړنګ شوي دي او ۱۴ کاله وشول چې [د تاوان پیسو] په تمه يو."

دا لومړی ځل نه دی چې د جنوبي وزیرستان خلک د دغو ړنګو شويو کورونو معاوضې غواړي. دوی په دې لړ کې څو ځلې مظاهرې هم کړې دي.

ځايي انتظامیې مشال راډيو ته ويلي چې ځينو کورنيو ته یې پیسې ورکړې دي او پاتې هغو ته به یې هغه مهال ورکړي چې صوبايي یا وفاقي حکومت ورته پیسې ولېږدوي.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد نړیوالې جګړې پر مهال د خیبر پښتونخوا په ټولو قبایلي ضلعو او یوشمېر نورو سیمو کې پوځي عملیات کړي ول چې له وجې یې مېلیونونه خلک بې کوره او کډوال شوي ول او د نښتو او ناامنۍ پر مهال د لکونه خلکو کورونه ړنګ یا زیانمن شوي ول.

د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي اصف خان مشال راډیو ته وویل چې د ړنګو کورونو د معاوضې په اړه د طبیعي ناورینونو د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) وار له مخه وفاق ته دوسیه استولې ده او هڅه کوي چې په بجټ کې اغېزمنو خلکو ته بودیجه ځانګړې شي.

د جنوبي وزيرستان ترڅنګ د ګاونډي شمالي وزيرستان په ګډون د شاوخوا ټولو ضلعو اوسېدونکو د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې د اوښتو تاوانونو پوره کولو لپاره وخت په وخت مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG